د عربستان،ترکیې او پاکستان لوی درستیزانو په ریاض کې وکتل

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د پوځونو د لوی درستیزانو په هغو ګواښونو بحث وکړي چې سعودي عربستان ورسره مخ دی.

په دې غونډه کې چې د جمعې په ورځ (سپټمبر ۲۵) د سعودي په پلازمېنه ریاض کې جوړه شوې وه، د سعودي د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، فیاض بن حمد الرویلي له خپلو پوځي سیالانو، د پاکستان عاصم منیر او د ترکیې سلجوق بایراکتار اوغلو سره وکتل.

د دریو لوړپوړو پوځي قوماندانانو ترمنځ د شویو بحثونو نور جزیات رسنیو ته ندي ورکړل شي.

د سعودي عربستان د دفاع وزیر، شهزاده خالد بن سلمان، د شنبې په سهار (سپټمبر ۲۶) اعلان وکړ چې هغه په ریاض کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال منیر سره په خبرو کې د موجوده تړون سره سم د سعودي عربستان پر وړاندې د بریدونو د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی دی.

له دې وړاندې د جمعې په ورځ (سپټمبر ۲۵) د ترکیې د پارلمان مشر وویل چې د دریو هېوادونو ترمنځ ګډ دفاعي تړون تر اوسه د تصویب لپاره پارلمان ته نه دی وړاندې شوی.

نومان کورتولمش اعلان وکړ چې تمه ده دا تړون د راتلونکې میاشتې د پارلمان له رخصتۍ وروسته په رسمي ډول وړاندې شي.

کورتولموش په انقره کې خبریالانو ته دا هم وویل چې د دې تړون له مخې اوسنۍ غونډې لومړنۍ یا مقدماتي دي.

د مکې ګډ دفاع تړون د سږ کال د اګست په ۷مه د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شو، او موخه یې د ایران د جګړې او په سیمه کې د کړکېچ د زیاتوالي په حال کې د دریو هېوادونو ترمنځ د مخنیوي او دفاعي همکارۍ پیاوړي کول دي.