د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د خېبرپښتونخوا په بنو کې د ۱۵ پولیسو وژل کېدل منلي دي.
د چارواکو په وینا برید د شنبې په ورځ [مې نهمه] د پولیسو پر یوې پوستې شوی. د معلوماتو له مخې، بریدګرو لومړی په بمونو بار خپل موټر الوزولی او بیا یي بل برید کړی دی.
د رویترز د خبري آژانس د راپور په حواله، کله چې ځواکونه د لومړي برید د قربانیانو د ژغورولو لپاره رارسېږي د بریدګرو بله ډله پر امنیتي مامورینو ډزې کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ [مې ۱۰مه] په خپلې اېکس پاڼې کې د یوه بیان په خپرولو سره برید غندلی او زیاته کړې چې پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې متحد دی.
د "اتحادالمجاهدین" ډل چې د پاکستاني طالبانو تحریک څخه جلا شوې، پر پولیسو د برید مسؤلیت منلی دی.
په بنو کې چارواکو وویل چې بریدګرو بې پیلوټه الوتکې هم کارولې دي. د ځايي چارواکو په وینا، په برید کې درې پولیس افسران ټپیان شوي دي.
اسلام اباد په پرله پسې ډول په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو مشرانو ته یې پناه ورکړې خو طالب چارواکو د اسلام اباد دا ادعا رد کړې او په پاکستان کې یې وسله وال فعالیتونه د هغه هېواد یوه داخلي ستونزه بللې ده.