د پاکستان رهبران وايي، دوې ځکه د بې پیلوټه الوتکو د حملو سخت مخالف دي چې ځنې منتقدین فکر کوي چې دغه عملیات د پاکستان د حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د پټې موافقې په اساس کیږي، او پاکستان دا حملې په مخفی ډول منلې او تصویب کړیدي.
د عفوې نړیواله ټولنه د امریکا او پاکستان دواړو نه غواړي چې ددغو حملو په باره کې معلومات څرگند او په ډاګه کړي. رپوټ وایي، د هغو سیمو اوسیدونکي چې د بې پېلوټه الوتکېو برېدونه پکې کیږي، تل د ټولو خواوو د سرغړونو، نه، په ویره کې دي.
د ملگرو ملتونو، د بشري حقوقو د څارنې منشي، بن ایمارسن، د امریکا نه غوښتي دي چې په دې برخه کې زیاتې او ښکاره څرگندونې وکړي.
ده تیره هفته، د ابتدایي معلوماتو له مخې د پاکستاني چارواکو له قوله وویل چې بې پېلوټه الوتکېو په حملو کې لږ تر لږه څلورسوه ولسي خلک وژل شویدي.
امریکايي چارواکو د بې پېلوټه الوتکېو د حملو په باره کی لږ معلومات ورکړیدي، خو وايي، د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوی دپاره یې په ډیر دقت او احتیاط عملیات کړیدی، او د القاعدې شبکې خلک یې وژلي دي.