په پاکستان کې پر حکومت پلوو ملیشو مرګانی برید شوی

په پاکستان کې پر حکومت پلوو ملیشو مرګانی برید شوی

د پاکستان په شمال غربي سیمه کې د بم په چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسه وژل شوي دي. دا کسان د حکومت د قبایلي ملیشو پلویان وو.

دغه مامورین وایي چې لږ ترلږه درې کسه نور په دغه چادونه کي چې د افغانستان د سرحد په غاړه د خیبر په قبایلي علاقې کې وشوه، ټپیان شویدي.

د بلي خوا د سیمې خبریال شمیم شاهد وايي چې په پاړه چنار کې په پروني ځانمرګه برید کې د مړو شمیر نور هم زیات شویدی .