د خیبر اېجنسۍ په یوه جومات کې ځان مرگه ۲۲ کسه وژلي دي

د خیبر پښتونخوا په یوه جومات کې د ځانمرګه برید له کبله ۲۲ کسه وژل شوي دي. ریپوټ وايي چې په دغه بم چونه کې چې د تراه درې په یوه جومات کې وشوه د افراطیانو ېوې ډلې د بلي ډلې خلک د سیالیو او دښمنۍ له امله په نښه کړیدي.

د پاکستاني طآلبانو ېوه نطاق نن د جمعې په ورځ خبري سر چینو ته په ټیلیفون کې ددغه ځان مرگې برېد مسوولیت په غاړه اخېستی دی. دغه جومات د لشکر اسلام په نوم ډلې په واک کې و.

د پاکستان چارواکي وايی چې بم چوونکي له جومات نه بهر ځان په بم والوزاوه او زېاتره قربانیان د بلې ډلې افراطیان وو. دلشکر اسلام او پاکستاني طالبانو ډله دواړه د تیراه درې د کنترول لپاره جگړه کوي.

په ېوه بل خبر کې ، د پاکستان چارواکي وايي چې د خیبر په قبایلي علاقه کې د پاکستان لس تنه عسکر وژل شویدی.

رپوټ وايی په دغه سیمه کې د افراطیانو او پا کستان د امنیتی قواو ترمنځ سخته نښته وشوه . په نښته کې 23 افراطیان او لس تنه عسکر ووژل شول.

دجمعې دورځې دا وختي برید دتیراه په دره کې پېښ شو. دغه سیمه دافغانستان له سرحد سره نږدې پرته ده. رپوټ وايي څرنگه چې دغه سیمه غیر علاقه بلل کېږي او قانو ن پکې حاکمیت نلری نو یاغیانو ترینه گټه اخېستې ده او خپل مورچلونه ېې پکې جوړ کړېدی.

دپاکستان پولیس وايی چې په ېوه بله جلا پېښه کې، نن په پیښور ښار کې داستخباراتو یو مامور چا په گولۍ ویشتلی او وژلی دی.

سمدلاسه دا نده معلومه شوې چې دا مامورچا وژلی دی، خو یاغي طالبانو پخوا په دغه سیمه کې داستخباراتو او پولیسو پر مامورانو باندې بریدونه کړېدي او وژلي یې دي.