د پاکستان په نورو ښارونو کې هم پوځي عملیات پيلیږي

د پاکستان پوځ تېرکال په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیات پیل کړل.

د پاکستان د دفاع وزرات یو لوړ پوړی چارواکي وايي په قبالي سیمو کې د پوځ پیل شوي عملیات بریالي وو او له دغو عملیاتو وروسته ډېرې نا امنه سیمې د پوځ په کنترول کې راغلي دي.

د پاکستان د دفاع وزارت سکرتر ډګر جنرال علم خان خټک وايي اسلام اباد په پام کې لري چې دا ډول پوځي عملیات د هېواد په نورو برخو کې هم پیل کړي.

ښاغلي خټک وویل " دا عملیات به د هېواد په نورو ښارونو کې هم وشي، لکه د کراچۍ په ښار کې چې روان دي. موږ غواړو چې ټول هېواد د ترهګرو او هغو خلکو څخه چې د اورپکۍ فکر لري، پاک کړو."

کراچي د پاکستان یو ستر ښار دی او وخت ناوخت په کې د بریدونو او چاودنو راپورونه ورکول کیږي. ځیني افغان چارواکي دا ادعا هم لري چې د افغان طالبانو یو شمېر مشران هم د پاکستان د کراچۍ په ښار کې دیره دي.

سکرتر خټک د پاکستان د پوځ د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ واشنګټن ته راغلی چې له امریکايي چارواکو نه پوځي او غیرپوځي مرستې وغواړي.

دی وايي له امریکايي چارواکو سره يې د پوځي عملیاتو او د بې ځایه شویو قبایلو د بېرته ستنولو په برخو کې خبرې وکړې.

ښاغلي خټک وویل " زموږ هڅه دا ده له هرې لارې چې کیږي د عملیاتو له کبله د بې ځایه شویو خلکو د بېرته ورستنولو او مېشتولو لپاره پېسې برابرې کړو، د پاکستان حکومت دغې برخې ته بودجه ټاکلې ده ځیني خلک بېرته استول شوي دي او زموږ هدف دا دی چې هغوی ټول بېرته خپلو کورونو ته واستوو. "

د پاکستان د پوځ دغه لوړ پوړي چارواکي چې د امریکا غږ ډیوې راډیو سره يې خبرې کولې دا ونه ویل چې امریکايي چارواکو ورسره د کومې مرستې ژمنې وکړې کنه.

د پاکستان پوځ تېر کال د جون په پنځلسمه افغان پولې ته نژدې په شمالي وزیرستان کېد ضرب عذب په نامه پوځي عملیات پیل کړل چې هدف يې له سیمې دبېلابېلو اورپکو شړل وو.

د پاکستان پوځ وايي په دغو عملیاتو کې ۳۰زره سرتېري برخه لري چې، د ادعا له مخې يې سلګونه ترهګر وژلي، ژوبل کړي او نیولي دي او د هغوی د پټېدو ځایونه او روزنځایونه يې هم ویجاړ کړ دي.

خو تر څنګ یې زرګونه پښتانه قبایل هم د دغو عملیاتو له کبله له خپلو سیمو ویستلو ته اړ کړل شول چې لا هم د پاکستان په نورو سیمو کې د سختۍ ژوند کوي.