د امریکا د عدلیې وزارت د سهشنبې په ورځ (نومبر ۱۷) وویل د سپاه پاسداران اطلاعاتي عامل او د پاکستان تبعه آصف مرچنټ د ایران په غوښتنه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو جګپوړو امریکایي سیاستوالو د وژلو د دسیسې په جرم په ۳۳۰ میاشتو بند چې څه باندې ۲۷ کاله کیږي، محکوم شو.
د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، په نیویارک کې د بروکلین فدرال قاضي اریک کومیټي دا حکم له پولو اخوا د ترهګریز اقدام د ترسره کولو او د قتل لپاره د ګمارلو) د هڅې په تور، صادر کړ.
تر دې وړاندې منصفه پلاوي په مارچ میاشت کې مرچنټ مجرم ګڼلی وو.
د امریکا لوی څارنوال تاد بلانچ وویل د ایران د رژیم عامل چې د ولسمشر ټرمپ د ترور د همغږۍ په هدف متحدو ایالتونو ته راغلی وو، قانوني مجازاتو ته ورسید.
هغه ټینګار وکړ چې د عدلیې وزارت به د امریکا د مشرانو په وړاندې بهرنۍ تروریستي دسیسې ونه زغمي.
د عدلیې وزارت په وینا، مرچنټ اعتراف کړی دی چې په داوطلبانه شکل د ایران له سپاه پاسداران سره یوځای شوی او استخباراتي زده کړې یې ترلاسه کړې وې. هغه ګمارل شوی وو چې د متحدو ایالتونو په خاوره کې د امریکایي چارواکو د ترور لپاره کسان وګماري.
مرچنټ په محکمه کې اعتراف وکړ چې اصلي هدف یې ولسمشر ټرمپ وو، خو د هغه وخت ولسمشر جوبایډن او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره نیکې هیلې هم د احتمالي هدفونو څخه وو.
د امریکایي چارواکو په وینا، ددې هڅې اصلي هدف په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قومندان قاسم سلیماني د وژلو غچ اخیستل وو.
مرچنت د تیرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې د سپاه پاسداران سره همکاري کوله او په تیر یو نیم کال کې یې ۱۵ ځله د یوسف مهرداد په نامه په تهران کې له خپل ارتباطي کس سره لیدلي وو.
نوموړي د ۲۰۲۴ کال په اپریل میاشت کې امریکا ته داخل شو او د خپل پلان د عملي کیدو په هدف یې له داسې کسان سره تماس ونیو چې نوموړي دا موضوع له اف بي آی سره شریکه کړه.
مرچنټ وروسته د اف بي ای له مخفي مامورینو سره چې ځانونه یې قاتلان معرفي کړي وو ، ولیدل او هغوی ته یې ۵۰۰۰ ډالره د پیش پرداخت په توګه ورکړل.
مرچنټ له امریکا څخه تر وتلو مخکې ونیول شو او د هغه د الکترونیکي تجهیزاتو څیړنې وښوده چې د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیزو غونډو په اړه یې څیړنې کړي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت د ملي امنیت د برخې جګپوړي چارواکي سکاټ پروکټور وویل چې سپاه پاسداران مرچنټ د غچ اخیستلو لپاره استولی وو او دا حکم هغو خارجي عواملو ته خبرداری دی چې په امریکا کې د تروریستي عملیاتو د ترسره کیدو پلان لري.
د نیویارک د ختیځې ناحیې فدرال څارنوال جوزف نوسلا هم ټینګار کړی دی چې امریکا د خپل ټول قانوني وړتیا سره د ایران د رژیم او اړوندو عواملو سره به یې مبارزه وکړي.