مولانا سمیع الحق: زمونږ خلک په افغانستان کې جنګیږي

مولانا سميع الحق د چهارشنبې په ورځ په خلکو د جهاد غږ وکړ او وويل چې "مونږ په افغانستان کې د امريکايانو په ضد جنګېږو"

د دفاع پاکستان کونسل په نامه د مذهبي سياسي ګوندونو د اتحاد مشر، مولانا سميع الحق، وایي چې د پاکستان پوځ دې د حقاني شبکې پر ضد اقدام نه کوي.

ښاغلي سمیع الحق چې د جمیعت علما اسلام (س) مشر هم دی په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته وویل د دوی په اتحاد کې شاملې ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد په جګړه بوختې دي.

مولانا سميع الحق دغه څرگندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړې ده او ویلي یې دي چې پاکستان هغو ترهگرو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې پر امریکایي قواو مرگوني بریدونه کوي.

د دفاع پاکستان کونسل د مذهبي گوندونو په اتحاد کې نژدې څلویښت افراطي مذهبي ډلې شاملې دي چې یو شمیر یې د امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان د حکومت له خوا، تحریم شوي هم دي.

امريکا او افغانستان په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې د افغان طالبانو ډلې حقانی شبکې ته خوندي ځالې ورکړي او د دغه هیواد استخبارات په افغانستان کې د عملياتو په وخت د حقاني شبکې سره مرستې کوي. امريکا په کال ۲۰۱۲ کې د حقاني شبکه یوه بهرنۍ ترهګره ډله وبلله.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي چې په هیواد کې يې د ۲۰۱۴ کال راهیسې په پېل کړو پوځي عملياتو کې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد، پرته له کوم توپیره، يو رنګ عمليات کړي دي.

د مولانا سميع الحق سره جهادي مشر فضل الرحمان خليل او د پخواني پوځي مشر ضیأ الحق ځوی اعجازالحق هم ملګري دي. ښاغلی خلیل وایي دا ممکنه نه ده چې پاکستان د حقاني ډلې په ضد کوم ګام پورته کړي. هغه وایي امريکا په سيمه کې امن نه غواړي.

د جمیعت علما اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق چې د دفاع پاکستان کونسل مشري هم کوي، د خېبر پښتونخوا په اکوړه سيمه کې یوه ديني مدرسه لري چې په کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ګډون، په سلګونو افغان طالبانو زده کړې کړې دي او له همدې کبله سميع الحق ته د طالبانو روحاني پلار ويل کيږي.

پاکستاني رسنۍ وایي دفاع پاکستان کونسل نومې ډله په کال ۲۰۱۱ کې وروسته له هغې جوړه شوه چې د افغانستان سره په پوله، د مومند ايجنسۍ د قبایلي سیمې پر سلاله چيک پوستې امریکايي الوتکي بمباري وکړه او ۲۴ پاکستاني عسکر پکې وژل شول او په غبرگون کې یې پاکستان په افغانستان کې امريکایي او ناټو ځواکونو ته د تېلو او نورو سامانونو لیږد بند کړ.

ښاغلي سميع الحق د چهارشنبې په ورځ په خلکو د جهاد غږ کړی او ويلي يې دي مونږ په افغانستان کې د امريکايانو په ضد جنګېږو.