د پاکستاني طالبانو مشر ویلي چې خبرو ته چمتو دي خو وسلې نه پرېږدي

د پاکستاني طالبانو مشر وايي چې وسله وال یې تیار دي چې د پاکستان د حکومت سره خبرې وکړي خو نه به بې وسلې کیږي. دغه پیغام چې ویډیويي بڼه لري د رایټرز خبرې آژانس ته نن ورکول شوی دی.

حکیم الله مسود ویلي دي ،،موږ په مذاکراتو باور لرو. . . ،، خو هغه دا هم ویلي دي چې د طالبانو نه د ،،وسلو د پریښودلو،، غوښتنه ،،یوه ټوکه،، ده.

په دغه ویډیويي فلم کې بیت الله مسود ناست دی او توپک یې ورسره دی. د هغه څنګ ته بیا د هغه مرستیال ولي الرحمان لیدل کیږي. تر دې مخکې پوځي چارواکو ویلي وو چې د دوي په منځ کې اختلافات وو او دوي سره جلا شوي خو حکیم الله مسود وايي چې دغه محض تبلیغات وو.
پاکستاني چارواکو بیا سمدستې د روایټرز د خبرې اژانس هغه غوښتنو ته چې د یادشوې ویډیو په اړه خپله تبصره وړاندي کړي ځواب نه دی ویلی.

له بل پلوه ، د پاکستان حکومتي چارواکي وایي چي یاغیانو ددې هیواد په شمال لویدیځ کي په څو تاڼو باندې په حملو کي دوه ملیشه عسکر وژلي او لږترلږه ٢٢ تنه نور یې تښتولي دي.

چارواکو وویل چي په لسگونو یاغیانو چي درندې وسلې ورسره وې پرون د پنجشنبې په ورځ پېښور ته نژدې د ملیشو په لږترلږه دوو تاڼو باندي حملې وکړې.

د محلي ادارې یوه مامور ( نوید اکبر ) خبري آژانسونو ته وویل چي ددې حملې نه وروسته ٢٢ ملیشه عسکر لادرکه دي.

په دې اړه چي دا حمله چا کړې ده، سمدستي څه نه دي ویل شوي، خو دا سیمه د طالبانو او د القاعدې مربوطو یاغیانو د پټیدو ځای دی.

بل پلو ته د اسوشیټید پریس خبرې آژانس خبر ورکړی دی چې پاکستاني چارواکو نن په قبایلي مشرانو باندې فشار راوستی چې د هغو ۲۳ امنیتي کارکوونکو د ژغورولو په برخې کې دې ورسره مرسته وکړي چې د طالبانو لخوا یرغمل شوي دي.

بل پلو ته نن د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په برید کې چې د شمالي وزیرستان د ګربزو په کلي باندې وشو څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي. دغه خبره د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي، د نوم د نه اخیستلو په شرط کړې ده. هغه دا هم زیاته کړي چې بې پیلوټه الوتکي درې راکټونه د وسله والو د روزنې په یو کمپ باندې، چې په دغه کلي کې و، وار کړي دي.

امریکا ډیر لږ د CIA د دغو پټو بریدونو په اړه خبرې کړي دي خو په خصوصي مجلسونو کې بیا هغوي د دغه بریدونو کول تایید کړي او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې د طالبانو او القاعدې یو شمیر قوماندانان وژل شوي دي.