د پکتیکا ځانمرگی برید د کورني او نړیوالو ادارو له خوا وغندل شو

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې د امریکا سفارت د دې برید د غندلو ترڅنګ ویلي، چې دا یو وحشیانه کار و او دوی خپله خواخوږي د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره شریکوي. په کابل کې د بریتانیا سفیر ریچارد ستګ هم په خپله ټویټرپاڼه کې دغه برید غندلی.