پنیتا: القاعده د ماتې په درشل کې ده

پنیتا: القاعده د ماتې په درشل کې ده

د القاعدې شبکه د ماتې خوړولو په درشل کې ده. دا د متحدو ایالاتو ددفاع د نوي وزیر لیان پنیتا څرګندونې دي چې افغانستان ته یې د خپل لومړني سفر په ترڅ کې وکړې.

http://www.youtube.com/embed/Ez_Kj0z8zZg

لیان پنیتا: "مهمه خبره داده چی د بن لادن په نیولو مونږ ددی شبکی ځینی نور مهم مشران هم په ګوته کړي چی د پاکستان او یمن تر څنګ په نورو سیمو کی فعالیت کوي. که مونږ یی د څرک په موندلو بریالي شو نو فکر کوم چی زمونږ پرهیواد به د برید کولو ولس له لاسه ورکړي. ایا دا نور کار هم غواړي؟ هو غواړی یې، خو زه وایم دا کار شونی دی"

ښاغلي پنیتا وویل ددې شبکې د لسو مهمو غړو په له منځه وړلو سره به پر لویدیځې نړۍ ددې شبکې د برید وس له منځه یووړل شي.

د بن لادن تر وژلو وروسته اوس ددې و خت را رسیدلای چی دا شبکه تر هر وخت ډیر فشار لاندی ونیسو ځکه زه باور لرم چی که مونږ خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړو نو القاعده له پښو غورځولای شو او د بریدونو ګواښ یی له منځه ځي.

لیان پنیتا دا هم په ډاګه کړه چی ده په څلورو هیوادونو کی دیره د القاعده شل مهم مشران پیژندلي دي.

هغه وویل فکر کوي چی د القاعده نوی مشر ایمان اظواهري د پاکستان په قبایلي سیمو کی وي او زیاته ی یکړه چی د القاعده تر ټولو ګواښمنه څانګه چې دې یی هم په اړه اندیښمن دئ، په یمن کی ده چې مشري یی هم امریکایی ملا انور ال الوکي په غاړه لري.

د پنیتا خبرې به ښایی په واشنګتن کی هغه بحثؤنه نور هم تاوده کړي چی وایی له سیمې دې امریکاي ځواکونه ژر تر ژر راوایستل شي.

ځینی خلک دا پوښتنه کوي چې که القاعده د ماتیدو په حال کې ده، نو ولې باید امریکا په سیمه کې خپل پوځي شتون ته دوام وړکړي. دوې وايې د القاعدې ماتول یوازنې هغه دلیل دې چې امریکایي په سیمه کې پوځي مداخلې ته مجبوره کړه.

په افغانستان کی د ناټو او امریکاي ځواکونو عمومي قوماندان دیوید پترېېس د لییون پنیتا سره هم فکر دې او واېې القاعده مخ په ماتې ده.

"په پاکستان کې د بن لادن په وژلو سربیره، دغی ترهه ګریزې شبکې ته نور زیات تاوان رسیدلای دی. وروستیۍ لاس ته راوړنې د هفوی د هڅو مخنیوی ګڼل کیږی او دوی ته لويه ماتې ده، دا په ستراتیژیکه بڼه دالقاعده خنثی کول دي"

ښاغلی پنیتا وویل هغه هیله من دئ چی په ملکی او پوځی امریکایی چارو کی د چارواکو بدلون او د سي ای اې څخه دفاع وزارت ته د هغه په راتګ د افغان او امریکا تر منځ پخوانی ترینګلې اړیکی ورغول شي او د ښو اړیکو نوی پړاو پرانیزی.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو په اړه د خشوبینۍ تر څنګ یو لړ اندیښنی هم شته.

پنیتا د جمهور رئیس حامد کرزی سره چې اکثرآ پر امریکایی پوځیانو نیوکې کوی ولیدل، خو د معمول په خلاف یی تر لیدنی کتنی وروسته، خبري کنفرانس نه درلود.