د توکیو د ۲۰۲۰ پارا المپیک سیالۍ
د توکیو د ۲۰۲۰ پارا امکپیک په سیالیو کې د نارینو په سل متره ځغاسته کې د چیلي لوبغاړي د سرو زرو، د برازیلي لوبغاړي د سپینو زرواو د روسیې ورزشکار د ژیړو مدالونه وکټل.
نایجریایي لوبغاړې فلاشاده اولافیمتو، د توکیو د پارا المپیک لوبو د ښځو د وزن پورته کولو په سیالیو کې په ۸۶ کیلوگرام وزن کې د سرو زرو مدال وګاټه.
د توکیو د ۲۰۲۰ پارا المپیک لوبو د نارینو په ټوپ وهلو کې افغان ورزشکار حسین رسولي سیالي وکړه. هغه وروسته له دې چې طالبانو کابل ونیو ځان یې فرانسې ته او له هغه ځایه د توکیو په لوبو کې د ګډون لپاره لاړ.
یوګاندایي ۱۳ کلنه ورزشکاره حسنا کوکاندکاوا، د توکیو د ۲۰۲۰ کال د پارا المپیک د لوبو تر ټولو ځوانه لوبغاړې وه.
د نارینو د ۴۰۰ متره لامبو سیالیو وروسته شیبې
د توکیو د ۲۰۲۰ پارا المپیک سیالۍ د اګست په ۲۴ د توکیو په ښار کې پیل او ۱۲ ورځې دوام وکړ
اسپانوي بایسکل ځغلونکی ریکاردو تن آرجیلز، د نارینو د ۳۰۰۰ متره بایسکل ځغلولو په سیالیو کې برخه اخیستې وه
د پارا المپیک لوبې لومړی ځل په ۱۹۶۰ کال کې د ایټالیا په مرکز روم ښار کې وشوې چې د ۲۳ هیوادونو څخه ۴۰۰ لوبغاړو په کې ګډون کړی و.
د توکیو د ۲۰۲۰ کال د پارا المپیک په لوبو کې شاوخوا ۲۵۵۰ نارینه او ۱۸۵۳ ښځسنه لوبغاړو برخه اخیستې وه
د توکیو د پارا المپیک لوبې په ۲۲ ورزشي برخو کې وشوې چې ۴۴۰۳ ورزشکارانو په کې ګډون کړی و.