د جې۷ اقتصادي اجنډا؛ سوداګري، انرژي او اقتصادي امنیت

Your browser doesn’t support HTML5

د نړۍ اووه ستر صنعتي اقتصادونه په داسې حال کې د جي اوو سرمشریزې لپاره راټولیږي چې نړیوال اقتصاد له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د منځني ختیځ جګړه، د انرژۍ د بیو بې ثباتي، د نړیوالې سوداګرۍ نابرابري او د چین مخ په زیاتېدونکی اقتصادي نفوذ هغه موضوعات دي چې د سږکال د سرمشریزې اقتصادي بحثونه ترې اغېزمن شوي دي.