ملګري ملتونه: اروپا دې نورو مهاجرو ته هم پناه ورکړي

د هغو مهاجرینو نه چې د مدیترانیې د لارې اروپا ته ځي، تر اوسه ۱۸۰۰کسان مړه شوی او یا لادرکه دي.

ملګروملتونو د اروپايي اتحادیې نه غوښتنه کړې ده چې لا ډیرو مهاجرو ته دې، چې د ښه ژوند دپاره د مدیترانې د سمندرګې نه اروپا ته ځي، پناه ورکړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون د سه شنبې په ورځ په ډبلین کې د آیرلینډ د صدراعظم اینډا کیني سره په یوه گډ خبرې کنفرانس کې د اروپایي مشرانو نه وغوښتل چې دا مسله په جامع او هر اړخیزه توگه او په گډه حل کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې په دې لړ کې باید د هغو هیوادونو ستونزې او مشکلات په پام کې ونیول شي چې دغه خلک ورڅخه مهاجرت کوي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي دغه راز د مدیترانې په سمندرگې کې د څارنې او ژغورنې د عملیاتو د پیاوړتیا غوښتنه هم وکړه.

له بلې خوا، د بشري حقوقو دپاره د ملگرو ملتونو عالي کمیشنر زید رعد الحسین هم د سې شنبې په ورځ په ژینیو کې د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو شورا ته په یوه بیانیه کې وویل چې په اروپا او جنوب ختیځي آسیا کې د مهاجرینو دا روان بحرانونه د خبرداری وړ دي او که هراړخیز اقدامات ونه شي، هغه به هیڅکله حل نه شي.

الحسین وویل چې د هغو خلکو بشري حقوق چې په ناامیدۍ سره خطرناک سمندري سفرونه کوي، د زیاتې اندیښنې وړ دي او هغې ته باید ډیره پاملرنه وشي.

اروپايي اتحادیې نوی پلان جوړ کړی دی چې په اساس به یې ۲۰۰۰۰ کسانو ته چې محافظت ته ضرورت لري پناه ورکړل شي.

که څه هم د دغه اقدام ستاینه شوې ده، خو د مهاجرت لپاره نړیوال سازمان باور لري چې اروپا «دې ته اړتیا لري چې نور ډیر څه وکړي.»

د مهاجرت لپاره نړیوال سازمان اټکل کوي چې تراوسه تر ۸۰۰۰۰ نه ډیر کسان د مدیترانې نه تیر شوي دي. په دغو کې زیاتره هغه کسان شامل دي چې د منځني ختیځ او د افریقا د وچې د شمال د هیوادونو څخه د جګړو او غربت پخاطر مهاجرت کوي.

دغه سازمان ویلي دي چې ۱۸۰۰ مهاجرین په سمندرګې کې یا مړه شویدي او یا هم لادرکه دي.