متوکل:له طالبانو سره د سولې خبرو لار لا هم بنده ده

وسله وال طالبان

په افغانستان کې د طالبانو د نسکور شوي نظام د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايي له طالب وسله والو سره د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت د پرله پسې هڅو سره سره د سوله ایزو مذاکراتو لاره لا هم بنده ده .

وکیل احمد متوکل چې اوس په کابل کې عادي ژوند کوي وايي، افغان حکومت د دې پر ځای چې د مخالف لوري له اصلي استازو سره خبرې وکړي، په هغو خلکو پسې ګرځي چې د سولې لپاره ښه نیت لري اما د طالبانو د اسلامي امارت استازیتوب نشي کولی .

ښاغلي متوکل دغه خبرې کابل ته د ملا معتصم اغاجان د ورتلو د راپورونو د خپرېدو په تړاوو له امریکا غږ سره یوې ځانګړې مرکې کې وکړې .

ملا اغان جان معتصم د افغان حکومت او ځینو طالب مشرانو ترمنځ د سولییزو خبرو منځګړی بلل کیږي چې څو ورځې وړاندې پولیسو په متحدو عربو اماراتو کې توقیف کړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا د نوموړي د خلاصون په برخه کې هلې ځلې وکړې او اوس داسې خبرونه خپاره شوي چې ګنې ملا اغا جان معتصم کابل ته تللی دی .

وکیل احمد متوکل وايي، د سولې د خبرو لپاره باید نور هم انتظار وشي ځکه چې په افغانستان کې حالت مخ پر بدلېدو دی او دا چې باید د سولې په برخه کې یوه مشخصه اراده موجوده وي.

له ښاغلي متوکل سره د امریکا غږ د خبریالې زیبا خادم بشپړه مرکه دغلته اورېدلﺉ شﺉ:

Your browser doesn’t support HTML5

د وکیل احمد متوکل سره د زیبا خادم مرکه