د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ [نومبر ۱۹مه] وویل چې له ایران سره جګړه چې د فبرورۍ میاشتې راهیسې چې دا شخړه پیل شوې، متحدو ایالتونو ته لږ تر لږه ۴۸.۳ میلیارده ډالره تمامه شوې او پدې اټکل کې په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي اډو ته اوښتي زیانونه شامل نه دي.
آرتر مېلر چې د سمندري ځواکونو د وزیر د مالي او کنټرولي چارو د مرستیال په توګه نومول شوی د سنا د وسله والو ځواکونو کمېټې ته ویلي چې په لګښتونو کې د نورو شیانو سربېره، مهمات هم شامل دي.
مېلر د ډیموکرات سناتور ریچارډ بلومنټل د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "د نومبر تر ۱۳مې پورې، ۴۸.۳ میلیارده ډالر و."
هغه زیاته کړه: "په دې مبلغ کې مهمات، د تجهیزاتو د بدلولو لګښت او عملیاتي لګښتونه شامل دي. د [زیانمنو شویو] تاسیساتو ټول لګښتونه پکې نشته."
د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو نوماند وزیر هونګ کاو چې د سهشنبې په ورځ یې وکیلانو ته توضیحات ورکول وویل چې د امریکا سمندري ځواکونه د ۲۸۰ کښتیو سره خپل ماموریتونه سرته رسوي چې د اړینو ۳۵۵ کښتیو په پرتله کمې دي.
هغه وویل: "موږ خپله پوره هڅه کوو چې دا کښتۍ ژر تر ژره دندو ته ولېږو ترڅو سمندري ځواکونه د اوږدې مودې لپاره له خپلو کورنیو څخه لېرې په دندو کې پاتې نشي او زموږ د کښتیو لپاره د ساتنې او ترمیم ډېر لګښتونه هم رامنځته نه کړي."
د بحري ځواکونو د څېړنې، پراختیا او تدارکاتو نوماند مرستیال وزیر ریچارډ بریکنریج د امریکا د "کښتۍ جوړولو ننګونو" د حل لپاره د ددې صنعت او حکومت په کچه د حساب کتاب غوښتونکی شو.
هغه د کمیټې د مشر جمهوري غوښتونکي سناتور راجر ویکر د پوښتنې په ځواب کې وویل: "بحري ځواکونه ژر تر ژره په سمندر کې ډېرو کښتیو ته اړتیا لري."
بریکنریج وویل: "که تائید شي زه ژمن یم چې زموږ په عرضه کوونکي-صنعتي بنسټ کې به لا ډیر مقاومت او اضافي وړتیا ځای په ځاي شي چې زموږ د لویو کښتۍ جوړونکو د وروستي کار او ازماېښت لپاره حیاتي مواد چمتو کوي."
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایران پر وړاندې د متحدو ایالتونو پوځي عملیات "په اغېزناکه توګه پای ته رسېدلي دي" خو ټینګار یې دا و چې که شرایط بدل شي نو امریکایي ځواکونه "لاس په ماشه دي".