په داسې حال کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران اسلامپاله رژیم ته د امریکا د احتمالي پوځي ځواب په اړه فکر کوي، د سي آی اې پخوانی رییس او متقاعد پوځي جنرال ډیویډ پیټرییس وايي چې ایران "هوایي دفاع نه لري".
په ایران کې د خرابیدونکي اقتصادي کړکیچ له کبله لاریونونه د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۴) اتلسمې ورځې ته وغځیدل چیرې چې د ایران د اسلامي حکومت له خوا د لاریونکونکو د ځپلو او د لسګونه زره خلکو د وژلو او نیولو خبر ورکړ شوی.
جنرال پیټرییس د سه شنبې په ورځ د امریکاغږ فارسي څانګې سره په یوې مرکې کې، وویل چې د ایران رژیم "په اصل کې د هوایي بریدونو په وړاندې بې دفاع دی، ځکه چې د دوی اټکل شوي پرمختللي روسي او ایراني بالستیک توغندي او د هوايي دفاع سیسټمونه د اسراییل لخوا په بمباریو کې د تیر جون په میاشت کې د ایران سره د اسراییلو د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې د امریکایي F-35 جنګي جت الوتکو سره چې رادار یې نشي موندلی، ویجاړ شوي دي."
متحده ایالتونه د دې جګړې په وروستیو ورځو کې د اسراییلو سره مل شو او د ایران په اتومي تاسیساتو یې د نیمې شپې څټک په عملیاتو کې هوایي بمبارد وکړ چې د امریکا په وینا، د رژیم د اټومي وسلو د تولید تاسیسات یې "ویجاړ" کړل.
پیټرییس زیاته کړه "څومره لوړ چې وغواړئ پرواز کولای شئ. ۱۰زره، ۱۲زره فوټه ستاسو خوښه. په حقیقت کې ایران داسې هوايي ځواک نه لري، چې له لویدیځ سره سیالي وکړي. ایران په دې برخه کې آسیب پذیره دی، دا اسیپ پذیري یې په عصري تاریخ کې تر بل هر وخت ډېره ده."
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پر ایران د امریکا هوايي بریدونه "د هغو څو انتخابونو څخه یو دی چې د اعلی سرقوماندان لپاره پر میز پراته دي."
ټرمپ د سه شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې له ایرانیانو وغوښتل چې د اسلامي جمهوریت د رژیم ادارې "تصرف کړي" ځکه چې دا "په بې رحمه توګه د لاریون کونکو وژلو ته دوام ورکوي."
د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) پخواني قوماندان د رژیم د ځپلو په برخه کې د ټرمپ د مداخلې لپاره د غیر نظامي انتخابونو په اړه د تبصرې په ترڅ کې وویل چې په دې کې بشري، ډیپلوماتیک، اقتصادي او "مالوماتي" اقدامات شامل دي.
هغه وويل: "په حقیقت کې، هغه [د امریکا لخوا] بندیزونه چې اوس په ایران لګول کیږي، په ځانګړې توګه دا چې اروپایي اتحادیه څه موده وړاندې په دې کې [له دوی سره] یوځای شوه، په لویه کچه د هغو عواملو څخه دي - د اقتصادي ناسم مدیریت او فساد سربیره چې د اوسني انفلاسیون لامل شوي، د [ایراني] ریال ارزښت کمیدل، بې کارۍ او نورې اقتصادي ناکامۍ - چې په [واټونو] کې د لاریونونو د چټکولو لامل دي چې موږ یې په وروستیو اونیو کې لیدلي دي."
پیټرییس د [ایران] د رژیم لخوا د انټرنیټ بندیدو ته په اشارې وویل، "له دې ورهاخوا، یقینا د مالوماتو د اخیستلو نوښتونه شته چې پکې هغه نوښتونه هم شامل دي چې کولی شي د ایران خلکو ته اجازه ورکړي چې له یو بل سره او د نړۍ سره اړیکه ونیسي، یو څه چې ایران یې په څرګنده توګه هڅه کوي د انټرنیټ بندولو سره مخنیوی وکړي. د راپورونو له مخې سټارلینک ته د [خلکو] لاسرسی بند کړي، او نور ټول فعالیتونه چې دوی یې د ستونزو د رامنځته کولو لپاره ترسره کوي."
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ همدارنګه د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په دې وروستیو کې د ایران د حکومت یوه چارواکې د سولې لپاره د ټرمپ د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف سره اړیکه نیولې وه، چې ظاهرا د وضعیت د خرابوالي د کمولو هڅه وه.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشل کې ولیکل چې هغه "د ایراني چارواکو سره ټولې غونډې تر هغه وخته پورې لغوه کړې چې د لاریون کونکو بې رحمه وژنې ودریږي."
پیټرییس وویل چې د امریکا سره د ایراني چارواکو اړیکه مثبته وه، خو د دغې اړیکې د صداقت په اړه شکونه موجود وو.
پیټرییس زیاته کړه: "د دې ځانګړي نوښت باید یقینا هرکلی وشي، خو دا یو څه مشکوک دی چې دوی به دا یوازې د ایران په وړاندې د امریکا د پوځي اقدام امکان سره ترسره کړي."