په فیلیپين کې چارواکي وایي یوه وسله وال، چې په خپله هم د ښوونځي زده کوونکی و، په ښوونځي کې ډزې کړې او د ځان په ګډون یې درې تنه وژلي دي.
برید د جمعې په ورځ (سپتمبر ۱۸) د فیلیپین د کوتاباتو ایالت د بنګا په ښار کې شوی دی.
د دغه ښار ښاروال البرت پالنشیا رسنیو ته ویلي دي چې په برید کې اته تنه نور ژوبل شوي هم دي.
د رویټرز په حواله، بریدګر تر برید مخکې خپلو ټولګیوالو ته ویلي وو چې نن له ښوونځي څخه وختي ووځي ځکه چې هغه «خپل پلان عملي» کوي، خو ټولګیوالو یې پرې خندلي وو.
ویل کېږي چې بریدګر په ښوونځي کې په ټوکمار مشهور و.
د وژل شویو زده کوونکو عمرونه د ۱۴ او ۱۷ کالونو ترمنځ ښودل شوي دي.
د برید انګیزه لا معلومه نه ده.
تر دغه برید مخکې د جون په میاشت کې هم په دغه هېواد کې په دوو ښوونځیو کې بریدونه شوي وو، چې یو شمېر خلک په کې وژل شوي او ژوبل شوي وو.
په فیلیپین کې په ښوونځیو کې بریدونه نادر بلل کېږي او فیلیپین د وسلو ګرځولو او لرلو په اړه سخت قانون لري.