د سناتور مککین ژوند په انځورونو کې
مککین د ویتنام په جگړې کې د پیلوټ په توگه د امریکا په پوځ کې د عسکري خدمت دوره تیره کړې ده
هغه د ویتنام په جگړه کې د خپلې الوتکې د پرزیدلو په نتیجه کې ونیول شو او پنځه کاله یې د شمالي ویتنام د قواو په زندان کې تیر کړل
د امریکا پخواني جمهور رئیس ریچارد نکسن، د مککین په گډون د یو شمیر جنگي بندیانو سره چې له ویتنام نه ازاد شوي وو ولیدل
جان مککین په ۱۹۸۲ کال کې د امریکا د کانگرس غړی شو
جان مککین په اوسني عصر کې د امریکا د متحده ایالاتو د خورا نفوذ لرونکو سناتورانو څخه گڼل کیده
ښاغلی مککین څه دپاسه درې لسیزې د امریکا په کانگرس کې د اریزونا ایالت انتخابي سناتور و
ښاغلي مککین د امریکا د جمهوري ریاست په ٢٠٠٨ کال انتخاباتو کې د باراک اوباما پر وړاندې ځان کاندید کړ، خو ماتې یې وخوړه
ښاغلي مک کین د امریکا د کانگرس یو ژمن غړی و چې په مهمو او حساسو شیبو کې یې په هر حال کې ځان وظیفې ته رساوه
ښاغلی مککین په یو خبیث مغزي تومور اخته و او له مړینې دوه ورځې مخکې یې خپله درملنه په ټپه ودوله