د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کروناویروس له قرنطین نه د وتلو هڅې

د فزیکي واټن او روغتیایي حفاظتي مقرراتو په مراعت کولو سره د فرانسې ښوونځي بیرته پرانستل شوي دي

په ترکیه کې د ۲۳ ورځو قرنطین وروسته خلکو بهر ته د وتلو اجازه ترلاسه کړه

د جرمني په ختیځ کې یو شمیر رستورانونه د فزیکي واټن د مراعت کولو په شرط د فعالیت اجازه ترلاسه کړې ده
 

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د پلورنځیو بیرته پرانستل

په لندن ښار کې یو شمیر شرکتونو ته د ټولنیز واټن د مراعت کولو په شرط د فعالیت اجازه ورکړل شوه

د جرمني د فوټبال (بوندیس لیګاه) د فوټبال سیالۍ د نندارچیانو پرته پیل شوې

په تونس کې د زارا په نامه پلورنځي مخ ته خلک په کتار کې ولاړ دي

د لندن ښار یو نانوایی 

د پاکستان حکومت هم ځنې کارونو او سوداګریو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده