د اوونۍ غوره عکسونه

د برلین د مود او فیشن په اونۍ کې ایټالوۍ ماډله چې دواړه پښې یې مصنوعي دي

په نیپال کې د آناپورنا له لوړو نه د لمر د وړانگو راوتل

د صربستان په بلگراد ښار کې د سپینو بتو راټولیدل
 
 

په کویټ ښار کې د هوایي چارو نندارتون
 

په نیپال کې د ماشومانو ژوند
 

د ایرو لاندې ښار؛ د فلیپین په مانیلا ښار کې د اورغورځونکي غره د فعالیدو په نتیجه کې ښار د ایرو او دوړو لاندې شو
 

د یونان په لسبوس جزیره کې د پناه غوښتونکو اعتراضونه وروسته له هغې وشول چې یو ٢٠ ځوان پدې ټاپو کې ووژل شو
 

 

په سرینگر ښار کې د یاغیانو د یو قوماندان عمر فیاض د جنازې وروسته کشمیري ښځو د آزادۍ شعارونه ورکړل

د هند په مدورای ښار کې د غوایانو د ځغلولو سیالي

د غزې د تړانگې په جنوب رفح ښار کې بریښنا او تندر پیښه
 

په هند کې یو کارگر ماشوم
 
 

په سعودي عربستان کې د موټر ځغلولو په سیالیو کې جنیل د ولیرز او همکار یې الکس براوو سره سیالي وکړه