د اونۍ غوره انځورونه
د کولمبیا د غرونو پر سر پاراشوتي پرواز
په آسمان کې د ماهي خور مارغانو کتار
د امریکا د باسکتبال د ستوري کوبي براینټ او هغو ماشومان تصویر چې براینټ یې د خوښې شخص و. کوبي براینټ تېره اونۍ د الوتکې په پېښه کې مړ شو
د بلاروس په ښار کې د سرکس یو پروګرام
په هند کې د اشتر د سیالیو یوه څنډه
اتلس کلن سندرغاړي بلی آیشل د ګریمي په دوه شپیتم جشن کې په بېلابېلو برخو کې پنځه جایزې وګټلې.
یو فلسطیني اعتراض کوونکی په لویدیځه غاړه کې د فلسطین-اسرائیل ترمنځ یوې جنجالي سیمه کې بیرغ لګوي
د بورکینافاسو په ښار کې د ملېشو د بریدونو له کبله ډېرو خلکو کورونه پرېښي دي
د اردون د رود په غاړه یو فلسطیني چوپان له خپلې رمې سره
د کروناویروس تصویر؛ دغه ویروس علایم ټوخی، تبه، د پوزې بهېدل، ساه تنګي او اسهال دي