د اوونۍ غوره انځورونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همکارۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د جګړو له کبله شاوخوا ۳۹۰ زره کسان بې کوره شوي.

بې ځایه شوي خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

ډیری بې ځایه شوي خلک د کابل د نوي ښار په پارک کې پداسې حال کې پراته دي چې د سرپنا لپاره هیڅ هم نلري.

د افغانستان د طبیعې پېښو سره د مبارزې اداره وایي چې په تیرو ۲ میاشتو کې په ۲۵ ولایتونو کې څه باندې ۶۰ زره کورنۍ مجبوره شوي چې خپې مېنې پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

ګڼ شمیر افغانان د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې پدې هیله راټول شوي چې د چمن لار به پرانیستل شي او دوي به پاکستان ته واوړي.

ډیری کسان چې د کابل ولایت ته راکډه شوي د بغلان، کندز، تخار، بدخشان، سمنګان، سرپل او جوزجان د ولایتونو اوسیدونکي دي.

د بې ځایه شویو خلکو ماشومان وایي چې ښوونځي ته نشي تللی.

په کابل کې د یو شمیر بې ځایه شویو خلکو سره د هغوي د خپل خپلوان مرستې کوي.

د بې ځایه شویو خلکو لپاره د روغتیا سیار ټیمونه ګمارل شوي چې په وخت سره ورته روغتیایي خدمات برابر کاندي.