د اوونۍ غوره انځورنه
د سوریې د بې ځایه شویو دا ماشومان په سړې هوا کې ژوند کوي او هره ګړۍ د مرګ خطر سره مخ کیدی شي.
د کاناډا د میناتوبا په ایالت کې د دوو یږو جګړه
د جاپان په پایتخت ټوکیو کې د کرسمس د جشن یوه څنډه
په اوکراین کې نظامي تمرینات
کرکټ چې نه کیږي الوتکونکي خوښ وي. د ویسټ انډیز او سریلانکا د لوبډلو تر منځ د ټیسټ په لوبه کې د باران پر وخت دې دوو الوتونکو ته ټول میدان تش ورپاتې و.
د هند په پایتخت نوې ډهلي کې بزګران د هغو مظاهرو د کالیزې د لمانځلو لپاره راټول شوي چې د صدراعظم نریندرا مودي لخوا د کرنې د نوي قانون پر ضد شوې وې. مودي وروسته مجبور شو چې نوی قانون لغوه کاندي.
ګڼ شمیر کډوال د بیلاروس او پولینډ تر منځ په پوله کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
د امریکا د نیویارک په ښار کې د شکرانې د ورځې جشن
د طبیعت سره د انسان اړیکه
د پاکستان د اسلام آباد په ښار کې ماشومان د کرکټ لوبه کوي.