د اونۍ انتخابي عکسونه

د فرانسې د کن فلمونو په ۷۵ جشن کې ایراني هنرمند نوید محمدزاده خپله میرمن فرشته حسیني چې اصلا د افغانستان ده ښکل کړه. دغو ښکلولو په ټولنیزو شبکو کې د ایرانیانو او افغانانو پام ځانته اړولی دی. فرشته حسیني هم هنرمنده ده او په ایراني فلمونو او سریالونو کې رول لوبوي.

په ایټالیا کې د بایسکل ځغلولو د سیالیو یو څنډه

د چهارشنبې په ورځ یوه کوچنۍ بیړۍ چې ۱۱۰ مهاجز په کې سپاره وو په مدیترانې بحیره کې نسکوره شوه. خو ددې بیړۍ مسافر د یوې خیریه موسسې له لورې وژغورل شول.

په لیبیا کې په لرغونو دودیزو کالیو کې اس ځغلول

د متحده ایالاتو په نیو جرسي ایالت کې د پلي سیدز په لوړو څوکو د یو شاهین ننداره

د جنوبي کوریا په یوه پوځي اډه کې د اف-۱۵ جنګي جت الوتکو ننداره

د ملګرو ملتونو سازمان وایي د بنګله دیش په شمال ختیځ کې ویجاړونکي سیلابونه په وروستۍ لسیزه کې بیساري وو. دغو سیلابونو شاوخوا څلور میلیون کسان متاثر کړي دي.

د ترکیې د وان جهیل  

د کن د فلمونو په جشن کې د "لیلا د وروڼو" د فلم یو شمیر لوبغاړي

د مالیزیا د کوالالامپور ښار په ژوبڼ کې د پانډا یو ۱۱ میاشتنی بچی