ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت

بنفشې یعقوبي، د ښځو د حقونو یوې افغانې فعالې په سپینه ماڼۍ کې د ۲۰۲۴ کال د زړورو ښځو جایزه ترلاسه کړه.

 د ښځو د حقونو ایرانۍ فعاله فریبا بلوچ د هغو ۱۳ کاندیدانو په ډله کې وه چې د ۲۰۲۴ کال د زړورو ښځو جایزه یې وګټله.

د کینیا په ښځینه زندان کې له ښځو سره د پیوستون نړیوالې ورځې نمانځغونډه

د بنګله دیش په کلیوالو سیمو کې ښځې د کوچنیو پورونو په اخیستلو او د کار پیدا کولو له لارې د کورنۍ په اقتصاد کې برخه اخلي.

یوه هندۍ ښځه د ډرون په مرسته په کرنیزو ځمکو کې کیمیاوي سرې پاشي

پر غزې د اسرائیل بریدونو کې وژل شویو کسانو کورنيو میرمنې د ویر په حال کې

د ترکیې په استانبول ښار کې یو شمېر مظاهره کوونکې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي چې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت یې په یوه لاریون کې برخه اخیستې وه

د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې ښځو د فبرورۍ په اتمه انتخاباتو کې برخه واخیستله

لندن کې د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاریون کې د ښځو ګډون

د هند کلي ژوند

په خټه افغانه د دنمارک اوسیدونکې، نادیه ندیم د ایټالیا له میلان لوبډلې سره یوځای شوه

د کینیا په پلازمینه نایروبي ښار کې یو شمیر میرمنو په دغه هیواد کې د ښځو د وژنو د شمیر د زیاتیدو په اعتراض کې برخه واخیسته او د ښځو د امنیت د تامین لپاره یې له چارواکو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې دا مهال د دغه هېواد په خصوصي سکتور کې څه باندې ۹ زره مېرمنې په بېلابېلو سکتورونو کې په کار بوختې دي، خو د تولیداتو د پلور لپاره د کورنیو او بهرنیو بازارونو نشتوالي د سوداګرۍ پر دوام د پام وړ منفي اغېز کړی دی.

د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا ښار کې د میرمنو لاریون