غوره شوي عکسونه
د سویلي افریقا په کیپ ټاون ښار کې د پولیسو لخوا د استوګنې د یو غیر پلان شوي بلاک له ویجاړولو وروسته مظاهرې
د شیدو لار کهکشان
د ترکیې په استانبول ښار کې د محرم د لسمې (عاشورا ورځ) د لمانځنې یوه څنډه
د ترکیې امنیتي ځواکونو او د بلوا ضد پولیسو، د چاپیریال ساتنې د هغو معترضو فعالانو د خورولو لپاره د اوښکې بهونکي ګاز او اوبه شیندونکو وسایلو څخه کار واخیست چې د دغه هېواد د موګلا په سیمه کې د ځنګلي ونو د غوڅولو څخه د مخنیوي لپاره راغونډ شوي وو
د تایلنډ په سویلي ښار کې د اورلوبو د توکو په یوې فابریکې کې چاودنې ۱۲ کسان وژلي دي
د ایران په یوه لرې پرتې او محرومه سیمه کې یو کلیوال ښوونځی
د هند په مانیپورکې د توکمپالنې شخړو له امله ویجاړۍ؛ مانیپور له ډیرې مودې راهیسې د کوکي او مییتي توکمونو ترمنځ د شخړو شاهد دی، خو په دې وروستیو کې د دغو دوو توکمونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.
د انګلستان په لیورپول ښار کې د همجنسبازانو لاریون
د هایټي په پلازمینه پورټ او پرنس ښار کې لاریونونه او مظاهرې
د چين د فوجيان ولايت په شيامن بندر کې د کب نیوونکو کښتۍ؛ دوه ورځې وړاندې یو سخت طوفان د دغه ساحلي ښار ځینې برخې زیانمنې کړې
د افغانستان په بامیان ولایت کې د امیربند د ملي پارک یوه څنډه