د اونۍ غوره عکسونه

د بلجیم پلازمینې برسلز ښار ته څیرمه ځنګلونو کې د بلوبیل ګلانو رنګونو د سیمې رنګ بدل کړی. دغه ګلان د اپریل په میاشت کې غوړیږي او له ۷ څخه تر ۱۰ ورځو پورې دوام کوي.

د سریلنکا په کولمبو ښار کې د ریکشا چلوونکي د تیلو پمپ کې خپل نوبت ته انتظار باسي

د هند په چینای ایالت کې د نوي کال مراسم

په ایټالیا کې د یو اوکرایني کډوال ماشوم انځور نندارې ته وړاندې شو

د سریلنکا په کولمبو ښار کې د سبزیو مارکیټ 

د پولنډ په وارساو ښار کې د روسیې د سفارت په وړاندې مظاهره

د چین په چانګ چون ښار کې روغتیایي کارکوونکي

د جرمني د پلازمینې برلین ښار په ژوبڼ کې د نړۍ تر ټولو زړې بیزو د زوکړې ۶۵مه کلیزه ونمانځل شوه. ګوریلا بیزوګانې په اوسط ډول ۴۰ کاله ژوند کوي چې له همدې کبله د دغې بیزو کلیزه د ژویو پوهانو لپاره د خورا حیرت خبره ده. 

د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د روبرتو په نوم نوي پول جوړولو چارې