د ۲۰۱۶ کال ځیني په زړه پورې انځورونه

د استرالیا د سدني ښار پر هاربر پله یو نارینه د څوالسمې سپوږمۍ د لیدلو په حال کې. د ناسا فضايي ادارې د معلوماتو پر اساس، زپوږمۍ د نوامبر میاشتې پر ۱۳ او ۱۴ مو شپو کې ځمکې ته ډیره نیږدې وه.

د هند په سرینګر کې یو نارینه په یوه باغ کې د ګرځیدو په حال کې.

د اسپانیا په تاراګونا ښار کې د انساني برج د جوړوړو د سیالۍ یو شیبه.

د چین په شانشي ولایت کې د یوه سیند له منځه د یو سړک انځور چې په یوه خوا کې یې اوبه د مالګې او الجی د شتون له کبله سور رنګ لري.

د جرمني د فرانګفورت ښار په ژوبڼ کې یو شپږ ورځنی ګوریلا د خپل مور په غیږه کې.

د بلاروس په مینسک ښار کې د اور لوبې په یوه نړیوال جشن کې یو نارینه د نندارې ښودلو په حال کې.

د کالیفورنیا ایالت په پتریرو سیمه کې یو شتر مرغه له اور څخه د تیښتې په حال کې.

د ایتالیا د فلورانس ښار د سیند غاړې د سړک د ښویدو له کبله موټر چې په خټو کې بند پاته دي.

د اسپانیايي سرتیرو د پوځي تمیریناتو په وخت کې د توپ د ډز شیبه.

د بلجیم د هیلي سیمه په یوه ځنګله کې آبي رنګه ګلونه چې د ونو لاندې ځمکه یې پوښولې ده.

پرزیدنت ترامپ روز یکشنبه کاخ سفید را ترک کرد. او بعد از توقف در دو ایالت، به نیویورک می رود تا در نشست سالانه سازمان ملل شرکت کند. 

د فرانسې د آنتیب ښار په یوه پارک کې سمندري زمری د کبانو د ښکار په حال کې.

د آرام سمندر په شمال لویدیځه سیمه کې د شفق انځور چې له نړیوال فضايي اسټیشن څخه د ناسا ستورمزلو اخیستی دی.

د اسرائیل په جنوب کې زیات شمیر وحشي مرغۍ د ګډا په حال کې.

د امریکا د نیویارک ایالت د هامبورګ په ساحلي سیمه کې یو موټر چې په کامله توګه کنګل پوښولی دی.