د اوونۍ غوره انځورونه

په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وروسته د دې هیواد یو شمیر خلک اړ شول خپل کورنه پریږدي او نورو هیوادونو ته پنا یوسي.

روسیې د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ د لمر خاته نه وړاندې په اوکراین یرغل وکوړ چې د دویم نړیوال جنګ راپدیخوا په اروپا کې د یو هیواد لخوا په بل هیواد تر ټولو ستره حمله ده.

په اوکراین کې یو شمیر خلکو د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په خلاف مظاهره کړې.

د اوکراین په پایتخت کیف کې د دې هیواد پوځ د روسیې د سرتیرو سره د مقابلې پر وخت.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې په اوکراین کې په هوایي بریدونو کې یې د ۱۱ نظامي هوایي ډګرونو په ګډون ۷۰ اهداف له منځه وړي.

په اوکراین کې چارواکي وایي چې روسي ځواکونو د ملکیانو د اوسیدو په ځایونو بریدونه کړي.

د امریکا یو مشهور فلم جوړونکی شان پن اوکراین ته تللی چې پدې هیواد د روسیې د یرغل په هکله مستند فلم جوړ کړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR) ویلي چې په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وروسته پدې هیواد کې د خلکو وضعیت خراب شوي او د ګاونډیو هیوادونو څخه یې غوښتي چې د اوکراین ولس ته دې پنا ورکړي.

د روسیې د یرغل پر وخت د اوکراین یو شمیر اوسیدونکو د خپلو ځانونو د خوندیتوب لپاره په بیلا بیلو ځایونو کې پنا اخیستې.

د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې خلکو په اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد مظاهرې کړي.

په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د مرګ ژوبلې دقیق ارقام لا ندي ورکړل شوي خو د اوکراین جمهور رئیس وویل چې د جمعې تر ورځې د روسیې په بریدونو کې ۱۳۷ کسان وژل شوي او ۳۱۷ ټپي شوي.

جمهور رئیس ولادمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو د اعلان پر وخت خبردرای ورکړی و که هر څوک د اوکراین د دفاع لپاره د روسیې سره مقابل کیدل غواړي، د روسیې د بشپړ ځواک سره به مخ شي