د نړۍ له گوټ گوټ نه انتخابي عکسونه
په هیاتي کې د فقر او لوږې په خاطر پراخ اعتراضونه
په ناروی کې یو کنگل شوی سیند
د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې سختې واورې
١٩ کلن ځوان ډیویډ اگیویر د لوبو د سامان لیگو له ټوټو نه ځانته مصنوعي لاس جوړ کړدی دی. هغه د زیږد د وخت راهیسې یو لاس نه درلود
د هلمند ښځو د افغان وسله والو ځواکونو د ملاتړ لپاره په یو لاریون کې برخه واخیستله
په سویډن کې د سکي ورزش د اتلولۍ لوبې
په کابل ښار کې د عبدالرحمان جومات
انتونیته دي یانگ، د سکي ورزش په نړیوالو لوبو کې د چټکې زغاستې لومړی مقام خپل کړ
د جرمني د برلین د فلم فستیوال
یوه ١٢ کلنه نجلې د ارجنتاین د فوټبال له یو میدان بهر ولاړه ده او وایي ښځو ته په کم نظر کتل کیږي، خو ښځې غښتلې دي او کولای شي سترې بریاوی ترلاسه کړي