د امریکا په پورټلینډ کې مظاهره چیانو او پولیسو نښته کړې

په پورټلینډ کې شاوخوا اتیا ورځې کیږي چې خلک مظاهرې کوي.

پولیسو د آریګن ایالت د پورټلینډ په ښار کې د مظاهره چیانو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کارولی.

مظاهره د شنبې په ورځ په سوله ایزه توګه پیل شو څو ساعته وروسته پولیسو چې په تاکتیکي وسایلو سمبال و، مظاهره یې بلوا اعلان کړله او د مظاهره چیانو د خورولو هڅې یې پیل کړلې.

عیني شاهدانو ویلي چې اکثریت افسران د پورټلینډ پولیس وو خو داسې کسان هم پکې لیدل شوي چې خړې جامې یې په تن وې او معلومه نده چې د کومې ادارې غړي وو.

په ویډیوګانو کې چې په ټویټر کې خپرې شوي، پکې ښودل کیږي چې پولیس د مظاهره چیانو سره لاس او ګریوان کیږي. پولیسو کوښښ کاوه چې مظاهره چیان په زور د سړکونو نه لیرې او پیادروونو ته یې بوځي.

تلویزیوني شبکو داسې ویډیوګانې هم خپرې کړې چې پکې پولیس د هغو کسانو د موټرو ټایرونه پنچروي چې د مظاهره چیانو ملاتړ کوي.

د شنبې ورځ اتیایمه ورځ وه چې په پورټلیډ کې خلک په پرله پسې توګه د سیستماتیکې نژاد پالنې او د پولیسو د ظلم په خلاف مظاهرې وکړې.

دا مظاهرې وروسته تر هغه پیل شوې چې د جورج فلوایډ په نامه یو تورپوستی امریکایي د پولیسو په توقیف کې ووژل شو.