سږکال افغانستان کې پولیو د مثبتو پيښو شمېر څلورو ته ورسید

چارواکي وایي د پولیو دا مثبته پیښه د هلمند ولایت د نوازد ولسوالۍ په سارنګ بادام کلي کې ثبت شوې ده.

د جنوب زون روغتیایي چارواکي وایي، د هلمند ولایت د نوازد ولسوالۍ په سارنګ بادام کلي کې یو پنځه میاشتنی ماشوم هلک په پولیو اخته شوی دی.

روغتیایي چاروکي زیاتوي، د ګوزڼ وهلي ماشوم ښئ یا راسته پښه پولیو وهلې او ویروس یې د کویټې ښار سره تړاو لري.

د هلمند ولایت روغتیایي وایي، د دغه ماشوم کورنۍ له واکسین سره مخالفت در لود او د پنځه میاشتو پهموده کې يې خپل ماشوم تههیڅ واکسین ورکړی نه دی.

د هلمند ولایت د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبدالاحد حازم امریکاغږ آشنا رادیو ته وويل، په سیمه کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ د ماشومانو شمېر تر هغه زیات دی چې د واکسین ټيمونه ورته موظف شوي دی.

هغه وویل" نوي مایکرو پلان له مخې، اوس په نوزاد ولسوالۍ کې تر ۹۲ زره زیات ماشومان ژوند کوي، خو زموږ د واکسین ټيمونه د ماشومانو د شمېر په اساس کم وو. "

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسئول ډاکتر میوند احمدزي امریکاغږ آشنا رادیو ته وويل، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د پولیو د پروګرام په وړاندې ستونزې شته او د حل لپاره یې د دې ولایت روغتیایي چارواکي کابل ته وربللي دي.

نوموړي وویل "د هلمند په شمالي ولسوالیو کې خنډونه شته، د امنیتي وضعیت له کبله محدود خلک تګ راتګ لري، مونږ مخکې هم پدې اړه اندېښمن وو، خو اوس چې دا نوې پښه شوې مسئولین مو را غوښتي او غواړو چې، اصلي ستونزه معلومه کړو او وروسته به اقدام کوو. "

په افغانستان کې د یونسیف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکاغږ آشنا رادیو ته وويل، د پوليو نوې پېښې دا ثابته کړه، چې په افغانستان کې لاهم د ګوزڼ ناروغۍ شتون لري او د ډيرو ماشومانو ژوند ته لوی خطر دی.

هغه وویل"د ستونزې د مخ نیوي یوازنی د حل لار وقایه ده، کورنی باید ډير کوښښ وکړي، چې ماشومان يې له واکسین څخه پاتې نشي، په پولیو ناروغۍ د یوه ماشوم د اخته کیدل، د زرګونو نورو ماشومانو روغتیا ګواښي. "

د روان میلان کال له پیل راهیسې، تر اوسه پورې په افغانستان د پولیو د مثبتو پیښو شمېر ۴ ته ورسید، چې یوه په کندز، یوه په کندهار او دوه پیښې هم په هلمند ولایت کې ثبت شوي دي.

تر دې مخکې روغتیایي چارواکو ویلي وو، چې د کندهار او هلمند ولایتونو په چاپیریال کې د پولیو ویروس شتون لري