غني پر سولې او سوداګرۍ دخبرو لپاره هند ته ولاړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبه (سپتمبر۱۹) د یو شمیر لوړ پوړو دولتي چارواکو په ملتیا هند ته سفر وکړ.

د ولسمشر غني، د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي، د چهارشنبې پر ورځ (وږی ۲۸ مه) امریکا غږ ته وویل، چې په دغه یو ورځني سفر کې له ده سره د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هم ملتیا کوي.

ښاغلي مرتضوي د دغه سفر د موخو په اړه وویل: "په دغه سفر کې به د ترانزیت او سوداګرۍ پر سر خبرې وشي، د سولې او په سیمه کې د ټیکاو پر سر به هم خبرې کیږي".

په پام کې ده جمهور رئیس غني، د هند له صدراعظم نریندرا مودي، سره له لیدو سربیره نن له غرمې وروسته د "هند بنسټ" له لورې په جوړو شوو مراسمو کې د بیلابیلو اکاډمیکو برخو له مسولینو سره هم لیده کاته ولري.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه د دواړو هیوادونو چارواکي به د هند د ظرفیت او تجربو ته په پاملرنې په افغانستان کې د ترانسپورت په سکټور کې د دغو تجربو څخه د ګتې اخیستنې پر مسلو هم سره خبرې وکړي.

هند له امریکا، انګلستان، جرمني او جاپان څخه وروسته له افغانستان سره پنځم سترو مرسته کوونکو هیوادونو کې شامل دی.