ټرمپ: د اوکراین لپاره د نوي ولسمشر وخت راسېدلی دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې چې د اوکراین د ولسمشر د بدلولو وخت رارسېدلی دی.

ټرمپ د شنبې په ورځ (اکټوبر ۱۰مه) ټینیسي ایالت ته له روانېدو مخکې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې اوکراین یو نوي رهبر ته اړتیا لري.

ولسمشر ټرمپ وویل: "زېلینسکي هر څه چې وغواړي کولی شي خو [د تېلو] پر چاڼځایونو برید نشي کولی."
ټرمپ زیاته کړې چې اوسمهال اوکراین داسې رهبر ته اړتیا لري چې وشي کړای د کییف او مسکو ترمنځ جګړه پای ته ورسوي.

ده وویل: "زما مشوره دا ده چې دوی یو داسې نوی مشر ومومي چې جوړجاړی کولی شي ځکه هغه (زېلینسکي) ډېر جوړجاړی کولی شوای خو د کوم دلیل له مخې یې هېڅکله ونه کړ. زما په اند د اوکراین لپاره د نوي ولسمشر وخت رارسېدلی دی."

د ولسمشر ټرمپ تازه دریځ په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د متحدو ایالتونو حکومت د تېلو د بیو د راټېټولو په موخه بازارونو ته د روسیې د ډیزلو صادراتو ته اجازه ورکړې ده.

د اوکراین ولسمشر پر دې هوکړې نیوکه کړې او استدلال یې کړی چې دا به مسکو ته د جګړې د تمویل لپاره ډېرې پیسې په لاس ورکړي.

ټرمپ د زېلېنسکي دریځ او د تېلو پر چاڼځایونو پرله پسې بریدونه د سولې او انرژۍ پر وړاندې مهم خنډونه بللي دي.