ټرمپ: که ایران د امریکا ولسمشر د ترور هڅه وکړي، زر توغندي د توغولو لپاره چمتو دي

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا ولسمشر د ترور یا د ترور هڅه وکړي، د امریکا پوځ به پراخ پوځي ځواب ورکړي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په شپه (د جولای ۱۰مه) په ټروت سوشل ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي:

«زر توغندي د توغولو لپاره چمتو او د ایران اسلامي جمهوریت پر لور نښه شوي دي او په بېړه به زرګونه نور توغندي هم وتوغول شي، که د ایران حکومت هغه ګواښ عملي کړي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې د امریکا د برحاله ولسمشر د ترور او یا د ترور د هڅې په اړه کړی، چې په دې مورد کې زه یم. »

ډونالډ ټرمپ په دې پیغام کې زیاته کړې ده:

«امرونه له مخکې صادر شوي، او د امریکا پوځ د یوه کال لپاره، چې د اړتیا په صورت کې غځېدلی هم شي، لېواله، چمتو، او پیاوړی دی چې د ایران ټولې سیمې په بشپړه توګه له منځه یوسي او ویجاړې کړي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ، د دواړو خواوو د غچ‌اخیستونکو بریدونو او د خلیج په سیمه کې د نښتو د زیاتېدو له امله، بې‌سارې کچې ته رسېدلی دی.

خو له دې سره سره، باخبرو سرچینو رویټرز ته ویلي چې قطري مذاکره کوونکي په ایران کې دي، څو له ایراني چارواکو سره وویني او کړکېچ راکم او د پراخو خبرو د دوام لپاره زمینه برابره کړي. قطري چارواکو ویلي چې دا خبرې د امریکا له همغږۍ سره ترسره شوې دي.

ایران د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې تهران له واشنګټن سره د خبرو غوښتنه کړې ده. تهران همدارنګه هغه راپورونه هم رد کړل چې له مخې یې ټاکل شوې وه د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکې اوونۍ په جریان کې د خبرو نوی پړاو ترسره شي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په ټروت سوشل شبکه کې لیکلي:

«د ایران اسلامي جمهوریت له موږ غوښتي چې خبرو ته دوام ورکړو. موږ ورسره موافقه کړې ده، خو متحده ایالاتو هغوی، یعنې ایراني چارواکو ته په بشپړ وضاحت او له هر ډول ابهام پرته ویلي چې اوربند پای ته رسېدلی دی.»

امریکايي رسنۍ اکسیوس راپور ورکړی چې تمه کېږي د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو نوی پړاو راتلونکې اوونۍ، ښايي په سویس کې، ترسره شي.

خو د ایران نیمه‌رسمي فارس خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي یوې نږدې سرچینې دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا څرکندونې هیڅ بنسټ او وافعیت نه لري.

د ایران نیمه‌رسمي تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ، د جولای پر ۱۱مه، د هرمز له تنګي څخه د بېړیو د خوندي تګ راتګ د ترتیباتو په اړه د خبرو لپاره عمان ته رسېدلی دی.

لوړپوړو امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ، د جولای پر لسمه، وویل چې متحده ایالات له ایران څخه غواړي چې په علني ډول اعلان وکړي چې د هرمز په تنګي کې پر بېړیو بریدونه دروي، او دا چې له دې اوبلارې څخه به ټولې سمندري لارې له هر ډول محصول یا فیس پرته پرانیستې وي. د جګړې تر پیل مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت له همدې لارې لېږدول کېدل.

خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنټکام، په اېکس کې د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې ایران د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې نه لري.

د انرژۍ نړیوالې ادارې د جمعې په ورځ وویل چې د دښمنیو هر ډول زیاتوالی ښايي د راتلونکي کال لپاره د نفتو په بازار کې د پام وړ اضافي عرضې په اړه د دې ادارې اټکل بدل کړي.