افغانستان او ایران د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

جمهوري ریاست وايي د ایران ولسمشر ویلي غواړي له افغانستان سره د اقتصاد، کانونو، صنعت او سوداګرۍ په برخوکې خپلې همکارۍ زیاتې کړي

ولسمشر غني د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته د خپل دوه ورځني سفر په لومړۍ ورځ د دغه هېواد له ولسمشر او نورو لوړو پوړو چارواکو سره ولیده او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پراخولو او ښه کولو وغږېدل.

په همدې حال کې، افغانستان او ایران د بهرنیو چارو او لوړو زده کړو د وزارتونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په برخو کې دوه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل چې د چارواکو په خبره له مخې به یې تهران او کابل په یادو شویو برخو کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل تهران غواړي له افغانستان سره د اقتصاد، کانونو، صنعت او سوداګرۍ په برخوکې خپلې همکارۍ زیاتې کړي او په ځانګړي ډول د چابهار بندر ترانزیتي لاره د ایران له زاهدان سره و نښلوي.

په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي چې ولسمشر غني له خپل ایراني انډول نه وغوښتل چې په ایران کې د ټولو افغان کډوالو نومونه ثبت او راجستر شي، چې بیا په تدریجې ډول یې افغانستان د بېرته ستنېدو بهیر پیل شي.

له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دغه سفر کې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کانونو او پترولیم وزیر داوود شاه صبا، د کډوالو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي او د جمهوري ریاستویاند اجمل عبید عابدي ملګرتیا کوي.

افغانستان، سعودي، یمن او ایران

جمهوررئیس غني په داسې حال کې ایران تللی چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان خوا نیولې ده.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې له سعودي عربستان څخه د افغانستان په ملاتړایرانخوشاله نه دی.

دا لومړی ځل دی چې واک ته له رسېدو وروسته، ولسمشر غني ایران ته سفر کوي.

د سیاسي او سیمه ایزو چارو یو کارپوه احمد سعیدي دا ګڼي چې دا یوازې سفرونه دي او د سیمې د هیوادونو سره د اړیکو ښه کیدلو لپاره یو څه ناوخته شوی دی.

ښاغلی سعیدي وویل " د ښاغلي غني د سیاست لومړیتوبونه په لومړي قدم کې یعنی په لومړي پړاو کې چین، پاکستان او سعودي عربستان وو، په دوهم پړاو کې هندوستان او ایران وو".

ټاکل شوې د ایران وروسته جمهوررئیس غني د روانې عیسوي میاشتې په اوویشتمه هندوستان هم لاړ شي.

د افغانستان د چارو یو شمیر کار پوهان په دې نظر دي چې هندوستان هم د افغانستان او پاکستان د وروستیو ګرمو اړیکو د ټینګیدلو نه خوشاله نه دی.

خو د سیاسي چارو یو څیړونکی حامد صبوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ایران او هندوستان ته د جمهوررئیس غني سفر د پاکستان د سفر نه ډیر توپیر لري.

ښاغلی صبوري وویل " د جمهور رئیس د بهرني سیاست په لومړی حلقه کې د سیمې هیوادونه دي غواړي خپلې ټولې اړیکې دغو هیوادونو سره تر کومه چې امکان لري سمې کړي".

ښاغلی صبوري وایي چې پاکستان ته د جمهور رئیس غني د سفر ډیره برخه د سولې مسله وه خو ایران او هندوستان ته د هغه د سفر په موضوعاتو کې د سولې د مسلې سربیره اقتصادي او امنیتي مسلې هم شاملي دي.

د افغانستان د چارو دا کارپوه هم وایي چې جمهور رئیس به هڅه وکړي چې د هندوستان اندیښنو ته چې پاکستان سره د افغان حکومت له نږدې کیدلو دغه هیواد ته پیدا شوي هم ځواب ورکړي.