ټرمپ چین د امریکا په انتخاباتو کې په 'ستر سازش' کولو تورن کړ

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ملت ته په تلویزیوني وینا کې د پنجشنبې په شپه وویل چې چین په متحده ایالاتو کې د انتخاباتي معلوماتو په تاریخ کې " تر ټولو ستر سازش" کړی و.

ښاغلي ټرمپ پخپلې وینا کې چې له سپینې ماڼۍ څخه یې کوله، وویل چې د چین سازش د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو څخه پیل شو او په وینا یې چې همدا د چین لاسونه سبب شوه چې بیجنګ په "غیر قانوي توګه" د ۲۲۰ ملیون رایه ورکوونکو فایلونه تر لاسه کړي.

جمهور رئیس وویل چې پدې فایلونو کې نومونه، د کورونو پتې، د تیلیفون شمیرې، د سیاسي ګوندونو ترجیحات او نور حساس معلومات شامل و چې د رایې اچولو لپار نوملیکنې کې مهم و. ټرمپ وویل چې چین په نورو "ناوړه کړنو" کې هم لاس درلود.

د ټرمپ په وینا ددې معلوماتو لا لاسه ورکول د انتخاباتو د امنیت لپاره یو بې ساری "ډارونکی" حالت دی. جمهور رئیس پخپلو خبرو کې وویل چې چین پدې نوې پروژې کې د معلوماتو څخه ناوړه ګټې اخیستو لپاره یوه ځانګړې قطعه ګمارلې وه.

جمهور رئیس وویل چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې په ۲۰۲۰ کال کې د رایې ورکوونکو د نوملیکنې په بهیر کې د سازش په هکله هغه وخت خبرې شوې کله چې هغوي معلومه کړه چې چین د اتلسو ایالتونو څخه د لسګونه میلیونه رایه ورکوونکو معلومات پیرلي، پټ کړي او یا د کمپیوټر د لارې غلا کړي و.

ټرمپ وویل چې د ۲۰۱۸ کال منځنۍ دورې په ګډون چین د امریکا په نورو انتخاباتو کې هم لاسوهنه کړې او غوښتل چې د متحده ایالاتو په داخلي انتخاباتو باندې د خلکو باور کمزوری کړي. هغه وویل چې چین کوښښ کړی و د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د جو بایډن لپاره چې د ده سیال و " غیر قانوني رایې " تولید کړي.

خو په واشنګټن کې د چېن سفارت یوه ویاند لیو چنګ د متحده ایالاتو په انتخاباتو کې د خپل هیواد لاسوهنه رد کړله.

د چین سفارت امریکا غږ ته په ایمیل کې لیکلي چې چین د نورو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې په اصولو باندې تل عمل کړی. د سفارت ویاند لیکلي، " د متحده ایالاتو انتخابات د متحده ایالاتو یوه کورنۍ موضوع ده چې نتیجه یې د امریکایي وګړو په رایو فیصله کیږي. چین هیڅکله د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې لاس ندی وهلی او نه به یې ووهي".

د پام وړ آسیب پذیرۍ

ټرمپ وویل چې د رایې اچونې الکترونیکي ماشینونو او د رایو شمیرلو سیستمونو په ګډون په انتخاباتي زیربناوو کې د آسیب پذیرۍ په هکله د امریکا ولس ته درواغ ویل شوي او د یوې استخباراتي ارزیابۍ په حوالې یې وویل چې د روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا په ګډون یو شمیر غیر دولتي عناصرو او د متحده ایالاتو دښمنانو دا توان درلود چې د متحده ایالاتو د انتخاباتو په زیربناوو کې سازش وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ په "سمدستي توګه" د مهمو استخباراتي معلوماتو د غیر محرم کولو او خپرولو اعلان وکړ چې په وینا یې د متحده ایالاتو په انتخاباتي زیربناوو کې "ټکان ورکوونکي آسیب پذیرۍ" په ډاګه کوي.

هغه زیاته کړه، " د دې معلوماتو افشا کولو څخه زمونږ هدف د انتخاباتو په اړه د باور کمزوري کول ندي، بلکه د آسیب ‌پذیریو سره په مقابلې کولو د باور تر لاسه کول دي او په چټکۍ سره به یې ورغوو".

د بهرنیو ګواښونو په هکله د استخباراتي ټولنې یوه ارزیابي چې په ۲۰۲۱ کال کې د متحده ایالاتو د انتخاباتو په هکله شوې، دې نتیجې ته رسیدلې چې چین د لاسوهنې هڅې ندي کړي، غور یې کړی خو داسې لاسوهنه یې نده کړې چې هدف یې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجې بدلول و.

جمهور رئیس ټرمپ پخپلو خبرو کې وویل چې د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت نږدې ۲۷۸ زره کسان معلوم کړي چې د امریکا تابعیت نلري خو په فدرالي انتخاباتو کې د رایې ورکولو لپاره یې نوملیکنه کړې او زیاته یې کړه چې اصلي شمیره ښایي لدې هم پورته وي.

د منځنۍ دورې را روان انتخابات

جمهور رئیس ټرمپ په انتخاباتو کې د چین لاسوهنې په هکله داسې مهال څرګندونې وکړلې چې په امریکا کې د کانګرس منځنۍ دورې انتخاباتو ته شاوخوا درې نیمې میاشتې پاتې دي. پدې انتخاباتو کې د استازو مجلس ټولو ۴۳۵ څوکیو او د سنا مجلس ۳۵ څوکیو لپاره سیالي کیږي. د کانګرس په دواړو خونو کې اکثریت اوس مهال د جمهوري غوښتونکو سره دی خو دیموکراتان زیار باسي چې لږ تر لږه په یوې خونې اکثریت له دوي سره وي.


ټرمپ لا هم دا خبره کوي چې د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو چې د هغه سیال جو بایډن پکې ګټونکی تائید شو، ټګي برګي او بې نظمي شویده چې د هغه په وینا همدا د نتیجې د بدلون سبب شوه. هغه دا بې نظمي په ګڼ شمیر ایالتون کې د پوستې د لارې د رایې ورکولو او د رایې اچونې د ماشینونو سره وتړله او استدلال یې وکړ چې لاسوهنه پکې شوې.

خو دیموکراتانو په هغه وخت کې ټینګار کاوه چې د انتخاباتو فدرالي او ایالتي چارواکو چې جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان دواړه پکې و، د بایډن بری یې تائید کړی. هغوي دا خبر هم کوي چې د ټرمپ دلایلو په خلاف په څو محکمو کې عریضې وشوې او داسې هیڅ شواهد ونه موندل شول چې وښیي د انتخاباتو نتیجه بدله شوې.

جمهور رئیس ټرمپ یو ځل بیا د "امریکا وژغورئ قانون"د منظوریدو غوښتنه وکړله. دا قانون د رایې ورکولو لپاره د نوملیکنې پر وخت د امریکایي تابعیت غوښتنه کوي او د رایې ورکولو په ټولو مرکزونو کې د رایې اچونې پر مهال باید د پیژندګلوۍ سند ولرئ. سره لدې چې د استازو مجلس ددې لاییحې یوه بڼه د فبروري په میاشت کې منظوره کړې خو د سنا په مجلس کې په کافي اندازه جمهوري غوښتونکي سناتوران یې د منظوریدو ملاتړ لپآره نشته.

د دې لایحې منتقدین وایي چې پدې سره به هغه کسان د رایې اچونې څخه محروم شي چې د زیږیدو کارت او نور لازمي اسناد نلري او زیاتوي چې د جعلي رایې ورکوونکو قضیې بیخې کمې دي. د متحده ایالاتو د فدرالي قانون له مخې یوازې هغه کسان په ملي انتخاباتو کې رایه ورکولي شي چې د امریکا تابعیت ولري.

غبرګونونه

یو شمیر جمهوري غوښتونکو سناتورانو د جمهور رئیس ټرمپ څرګندونې ستایلي دي. سناتورې مارشا بلک برون د اکس په حساب کې لیکلي، " د چین کمونیست ګوند غواړي چې په ۲۰۵۰ کال کې د نړۍ ځبرځواک شي. مونږ باید په هر قیمت چې وینا د چین په مقابل کې ودریږو".

دیموکرات سناتور مارک وارنر بیا لیکلي، " حقیقت دا دی چې زمونږ استخباراتي ادارې په غوڅ اکثریت پدې موافق دي چې د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د یوې رایې د بدلون هڅه نده کړې. یوازې یوه نظریه ښیي چې چین ښایي د رایې ورکوونکو د پآم غلطولو هڅه کړې وي خو دا معلومات د ۲۰۲۱ کال راهیسې په عامه توګه موجود دي. "

د سنا په مجلس کې د اقلیت ګوند (دیموکراتانو) مشر چک شومر لیکلي، "اوس نه، هیڅکله نه. د امریکا وژغورۍ قانون د سنا مجلس ته په رارسیدو سره مړ دی".

یو بل سناتور مایک لي بیا د اکس په حساب کې لیکلي چې تر څو پورې چې د سنا مجلس د امریکا وژغورۍ قانون منظور کړی نه وي، باید په بل هیڅ شي تمرکز ونکړي. هغه لیکلي، " د نن شپې څخه وروسته، دا لا روښانه شوه چې سنا باید د امریکا وژغورۍ په قانون تر هغې بحث وکړي تر څو چې منظور شوی نه وي".