ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاډ بلانچ سرپرست لوی څارنوال وګماره. بلانچ، چې د لویې څارنوالۍ مرستیال و، د مخکنۍ لویې څارنوالې پام بانډي په ځای وګماره، ولسمشر ټرمپ وایي چې پام بانډي خصوصي سکتور ته «لیږي».
ولسمشر په خپل ټروټ سوشل کې بانډي «ستره امریکایۍ وطنپاله او وفاداره ملګرې بللې، چې په تېر یوکال کې یې په صداقت زما د لویې څارنوالې په توګه خدمت» وکړ.
ولسمشر لیکلي دي: «پام [بانډي] په هېواد کې د جرمونو په لویې ځپنې کې فوق العاده دنده ترسره کړه چې له ۱۹۹۰ کال راهېسې وژنې تر تر ټولو ټېټې کچې ته ورسېدې.»
هغه ویلي دي چې بانډې به «په خصوصي سکتور کې یوه ډېره ضروري او مهمه دنده» ترلاسه کوي، چې وروسته به اعلان شي.
نوموړي بلانچ «یو ډېر باصلاحیته او د درناوي وړ قانوني ذهن» وبللو.
بلانچ د خپلې ګمارنې هرکلی کړی او له ولسمشر ټرمپ څخه یې مننه کړې چې د سرپرست لوی څارنوال په توګه یې پرې «باور کړی او فرصت» یې ورکړی دی.
نوموړي په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «موږ به د پولیسو حمایت او د قانون تنفیذ روان ساتو او د امریکا د خوندیتوب لپاره به هر هغه څه وکړو چې په وس کې مو دي.» هغه پام بانډي هم ستایلې ده چې د عدلیې وزارت یې «په قوت او قاطعیت سره» سره رهبري کړ.
بانډي په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې په یوې میاشتې کې به بلانچ ته مسولیتونه انتقال کړي او د «ولسمشر ټرمپ او دغه حکومت لپاره به خپله مبارزه روانه» ساتي.
ولسمشر ټرمپ د مارچ په لومړیو کې د کورني امنیت د وزارت په مشرتابه کې هم تغیرات راوستل او وزیره کریسټي نووم یې د نشه یې توکو د ډلو سره د مبارزې لپاره د «امریکا سپر» په نوي امنیتي تړون کې خپله ځانګړې استازې وټاکله.
ولسمشر ټرمپ د اوکلاهاما پخوانی سناتور مارکوین مولین یې د کورني امنیت وزیر وټاکه.