ټرمپ د ناټو  له غونډې وروسته، د امنیتي ګواښونو له امله په مخفي شکل د الوتکې بدلیدل تایید کړل

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رسنیو هغه راپورونه تائید کړل چې ویلي یې دي د امریکا مشر تیره میاشت په ترکیې کې د ناټو له غونډې وروسته متحدو ایالتونو ته د راستنېدو پر مهال د یو امنیتي ګواښ له امله په پټه خپل الوتکه بدله کړې وه.

ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل، "دا په حقیقت کې د مخفي پولیسو پورې اړه لري. زه یوازې هغه څه کوم چې دوی یې غواړي."

ولسمشر زیاته کړه"هغوی غوښتل چې زه د خوندیتوب لپاره په یوه بله الوتکه کې لاړ شم. هغوی غوښتل چې زه دا کار وکړم، نو ما وکړ. ما هغه څه وکړل چې هغوی وویل."

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دې اونۍ په پیل کې، د یو شمیر امریکایي چارواکو له قوله ویلي وو چې ټرمپ له ایر فورس ون څخه بلې الوتکې ته د خوړو په یو کانټینر کې د ایران له خوا د هغه او الوتکې ته د ګواښ له امله لیږدول شوی و.

په انقره کې، ټرمپ په ښکاره توګه په ایر فورس ون الوتکه کې سپور شو او بیا په پټه توګه بلې الوتکې ته ولېږدول شو. ځینې امریکایي چارواکي او رسنۍ په الوتکه کې پاتې شول ترڅو په ایر فورس ون کې واشنګټن ته ستانه شي. ولسمشر بیا په بریټانیا کې خپله الوتکه د ایر فورس ون پخوانۍ الوتکې ته بدله کړه.

کله چې خبریالانو له ټرمپ څخه وپوښتل چې ولې د هغه لپاره په ایر فورس ون الوتنه ډېره خطرناکه وه، خو د نورو خبریالانو او نورو کسانو لپاره نه، ولسمشر ټرمپ ځواب ورکړ: "هغه الوتکه چې زه پکې وم، په ډېر خطر کې وه. زما په اند، دا به هغه الوتکه وای چې هغوی به په ډیر احتمال په نښه کړې وای." 

کله چې ور څخه وپوښتل شول چې ایا حیران شو بلې الوتکې ته د ختلو ورته وویل شول، ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل " ماته ډېر ګواښونه متوجه دي. زه ډېر داسې ګواښونو سره مخ یم چې تاسې خبر نه یاست. هر هغه ولسمشر چې مهمې پریکړې کوي، ډېر ګواښونه ورته متوجه دي."