ترمپ: ایران باید د توافق او دوامدارې مقابلې ترمنځ یو غوره کړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ د سې‌شنبې په ورځ، د سپتمبر پر ۲۲مه، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې ایران ته به هېڅکله د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.

هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې پر تهران اقتصادي فشار وساتي. ولسمشر ترمپ خپله وینا د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې او د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې د لاسته راوړنو په یادولو پیل کړه. هغه د خپلې وینا ډېره برخه ایران، د غزې جګړې، اوکراین، وینزویلا، د لوېدیځې نیمه‌کرې امنیت او د امریکا بهرني سیاست ته ځانګړې کړه.

هغه وویل چې امریکا په تېر یوه کال کې له اقتصادي او پوځي پلوه پیاوړې شوې ده. د هغه په وینا، په امریکا کې په خصوصي سکتور کې له یو میلیون څخه ډېرې نوې دندې رامنځته شوې، د بې‌وزلۍ کچه ټیټه شوې او په امریکا کې د وژنو کچه د تېرو ۱۲۵ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. هغه دا هم وویل چې امریکا په تېرو ۱۲ میاشتو کې تر بل هر وخت پر خپلو وسله‌والو ځواکونو ډېره پانګونه کړې او په روانه دوره کې به دا اندازه ۱.۵ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي.

ولسمشر ترمپ د هېواد دننه او بهر د خپل حکومت تګلارې ته په اشارې وویل: «کله چې نورو د ستونزو په اړه خبرې کولې، ما عمل وکړ. کله چې نورو د سولې په اړه خبرې کولې، ما سوله ټینګه کړه. کله چې نورو ګواښونه له پامه غورځول، ما ورسره مقابله وکړه. په داسې حال کې چې نورو د زړورتیا خبرې کولې، امریکا زړورتیا وښوده. کله چې نورو د ځواک ژمنه کوله، ما ځواک وکاراوه، څو متحده ایالات د نړۍ پر تر ټولو په یو پیاوړي هېواد بدل کړم.»

ایران د ولسمشر ترمپ د وینا اصلي محور

د امریکا د ولسمشر د وینا یوه مهمه برخه ایران ته ځانګړې شوې وه. ترمپ د ایران اسلامي جمهوریت «د ترهګرۍ لومړی درجه ملاتړی» وباله او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې تهران ته به د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي.

هغه وویل: «په دې تالار کې د ډېرو هېوادونو په همکارۍ، موږ هغه ستونزې حلوو چې له لسیزو راهیسې ناحل پاتې وې، او د کلونو نیمګړي کارونه بشپړوو. د داسې خطر تر ټولو څرګنده بېلګه، چې د نړۍ د امنیت په بیه د پیاوړي کېدو اجازه ورکړل شوې وه، د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی، د ایران اسلامي جمهوریت دی.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «له هغې لومړۍ ورځې راهیسې چې سیاست ته داخل شوم، زما دریځ ثابت او نه بدلېدونکی و: زه به هېڅکله ایران ته اجازه ورنه کړم چې اټومي وسله ولري.»

ډونالډ ترمپ وویل، واک ته له بېرته ستنېدو وروسته یې له ایران سره خبرې پیل کړې او تهران ته یې د اټومي پروګرام او د ترهګرو ډلو د ملاتړ د پای ته رسولو په بدل کې د بشپړې اقتصادي همکارۍ وړاندیز وکړ، خو د هغه په وینا، ایران دغه وړاندیز رد کړ.

د امریکا ولسمشر څو ځلې وویل چې امریکايي ځواکونو د «نیمې شپې څټک» په عملیاتو کې د ایران اټومي پروګرام په نښه او ویجاړ کړ. ولسمشر ترمپ وروسته د «حماسي قهر» عملیاتو ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې د نښتو پر مهال د ایران د سمندري ځواکونو ۱۵۹ بېړۍ ډوبې شوې او د دغه هېواد د هوايي ځواک، هوايي دفاعي سیستمونو او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید د ظرفیت لویه برخه له منځه تللې ده. ولسمشر ترمپ د سپتمبر د یوولسمې بریدونو او په اسرائیل کې د اکتوبر د اوومې برید ته په اشارې سره، ایران د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ.

هغه وویل: «په امریکا کې مو په دې وروستیو کې د تاریخ د تر ټولو ناوړه ترهګریز برید، یعنې د سپتمبر د یوولسمې ۲۵م کال مراسم ترسره کړل. په دغه برید کې، له دې ځایه یوازې څو مایله لېرې، ۳۰۰۰کسان ووژل شول. دوه اونۍ وروسته به په اسرائیل کې د اکتوبر د اوومې د برید د درېیم کال مراسم ترسره کوو؛ هغه برید چې د ایران له مالي ملاتړ برخمنو ترهګرو پکې ۱۲۰۰ بې‌ګناه ملکي وګړي، د لسګونو امریکایانو په ګډون، شکنجه کړل، د بدن غړي یې ورپرې کړل او ویې وژل.»

ولسمشر ترمپ دا هم وویل چې د ایران حکومت سږ کال له ۷۲۰۰۰ څخه ډېر خپل وګړي وژلي دي. هغه وویل: «یوازې تصور وکړئ چې که داسې یو رژیم یوه ورځ د اټومي ډال تر شا د پراخو ترهګریزو بریدونو وړتیا ترلاسه کړي. دا هغه واقعیت و چې موږ باید ورسره مخامخ شوي وای؛ هغه واقعیت چې ډېرو خلکو ترجیح ورکړه له پامه یې وغورځوي.»

د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې د تهران پر وړاندې توند دریځ غوره کړ او ویې ویل، ایران ته دوه لارې پاتې دي: داسې یوې هوکړې ته رسېدل چې دغه هېواد ته د بیارغونې زمینه برابره کړي، یا د پوځي مقابلې دوام.

سره له دې، هغه باور څرګند کړ چې د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته به له تهران سره هوکړه وشي.

هغه وویل: «زه باور لرم چې له ټاکنو سمدستي وروسته به هوکړې ته ورسېږو.» ولسمشر ترمپ د نړۍ له هېوادونو هم وغوښتل چې تر هغه وخته پر تهران اقتصادي فشار وساتي چې ایران پر سوداګریزو بېړیو بریدونه نه وي درولي، خپل اټومي پروګرام یې نه وي پرېښی او د ترهګرۍ ملاتړ یې نه وي پای ته رسولی.

هغه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه هم مننه وکړه چې پر سوداګریزو بېړیو د ایران بریدونه یې په یوه پرېکړه‌لیک کې غندلي دي. ترمپ وویل: «زه غواړم د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه مننه وکړم چې په غوڅ اکثریت یې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ او پر سوداګریزو بېړیو یې د ایران کرکجن ترهګریز بریدونه وغندل.» هغه زیاته کړه چې دغه پرېکړه‌لیک د امنیت شورا په تاریخ کې تر بل هر پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو د ډېرو غړو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د غزې جګړه او د سولې هڅې

ډونالډ ترمپ وویل چې یو کال مخکې په غزه کې جګړه لا روانه وه او یرغمل شوي کسان د حماس په تونلونو کې ساتل کېدل، خو هغه خبرې چې د تېر کال د عمومي غونډې په څنډه کې پیل شوې، د جګړې د پای ته رسېدو زمینه یې برابره کړه. هغه وویل، ټول پاتې یرغمل شوي کسان، ژوندي او مړه، بېرته سپارل شوي دي. نوموړي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د غزې د سولې د ۲۰ ماده‌ییز پلان د ملاتړ او د «سولې شورا» د تصویب له امله مننه وکړه. ولسمشر ترمپ وویل چې نږدې ۳۰ هېوادونه له دې شورا سره یوځای شوي او یو شمېر هېوادونو د بشري مرستو او بیارغونې لپاره میلیاردونه ډالر ځانګړي کړي دي.

اوکراین

د امریکا ولسمشر وویل، واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې او اوکراین له مشرانو سره نږدې همکاري کوي. هغه وویل، هره میاشت د جګړې په ډګرونو کې شاوخوا ۲۵ زره کسان، چې ډېری یې د دواړو لورو سرتېري دي، وژل کېږي. ترمپ وویل: «زه د جګړې د ډګر انځورونو ته ګورم او رښتیا هم نور نه غواړم هغه ووینم.»

هغه باور څرګند کړ چې د روسیې او اوکراین جګړه ښايي تر هغه ژر پای ته ورسېږي چې ډېری خلک یې اټکل کوي.

وینزویلا او تېل

ولسمشر ترمپ د خپلې وینا په بله برخه کې په وینزویلا کې د امریکا پوځي عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکايي ځواکونه د جنورۍ په میاشت کې کاراکاس ته ننوتل او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو یې ونیو.

هغه وویل، له دې وروسته سلګونه سیاسي بندیان خوشې شول او واشنګټن اوس د وینزویلا له مشرانو سره د دغه هېواد د راتلونکې په اړه همکاري کوي. ډونالډ ترمپ وویل، امریکا او وینزویلا تېره میاشت د تېلو یو تړون لاسلیک کړ چې د هغه په وینا، ۶۵ میلیارد بېرله تېل پکې شامل دي او په نړۍ کې د انرژۍ د بیو په راټیټولو کې مرسته کولای شي.

له ګرینلنډ او ډنمارک سره هوکړه

ولسمشر ترمپ د امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ ترمنځ د یوې نوې هوکړې خبر هم ورکړ. د دې هوکړې له مخې به په ګرینلنډ کې د امریکا پوځي حضور زیات شي. هغه وویل، امریکا غواړي دوه لویې پوځي اډې جوړې کړي. د دې هوکړې له مخې به سیالو هېوادونو ته د واشنګټن له موافقې پرته اجازه ورنه کړل شي چې په ګرینلنډ کې پوځي حضور ولري یا حساسې پانګونې وکړي.

پر ملګرو ملتونو او نړیوالې جنايي محکمې نیوکه

ډونالډ ترمپ وویل چې ملګري ملتونه پراخ ظرفیت لري، خو د هغه په وینا، دغه سازمان باید له هغه څه څخه واټن واخلي چې ده «نړیواله کیڼ اړخې اجنډا» وبلله. هغه وویل، واشنګټن د ملګرو ملتونو بودجه ۱۵ سلنه کمه کړې او د دغه سازمان له اداري جوړښت څخه یې له څلورو زرو څخه ډېر بستونه لرې کړي دي. ولسمشر ترمپ پر نړیوالې جنايي محکمې هم سختې نیوکې وکړې او له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې له دغه بنسټ څخه ووځي. هغه وویل، واشنګټن به اجازه ورنه کړي چې امریکايي ځواکونه د هغې محکمې له خوا تعقیب شي چې امریکا یې صلاحیت په رسمیت نه پېژني.

د «مصنوعي ځیرکتیا» پر ځای «زبر ځیرکتیا»

د ترمپ د وینا یوه بېله برخه مصنوعي ځیرکتیا ته ځانګړې شوې وه. هغه وړاندیز وکړ چې د «مصنوعي ځیرکتیا» اصطلاح پرېښودل شي او پر ځای یې د «زبر ځیرکتیا» یا «اېس‌ای» اصطلاح وکارول شي. ولسمشر ترمپ وویل، امریکا د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ په سیالۍ کې له چین څخه مخکې ده او حکومت یې نه غواړي د ډېرو مقرراتو له لارې د دې ټکنالوژۍ د ودې مخه ونیسي.

هغه وویل: «هر څوک چې د زبر ځیرکتیا سیالي وګټي، هماغه بریالی دی.» ډونالډ ترمپ زیاته کړه چې حکومت به یې د دې ټکنالوژۍ پرمختګ وهڅوي، خو عدلي او د قانون پلي کوونکي بنسټونه به یې احتمالي خطرونه څاري.

د امریکا پر ځواک ټینګار

ډونالډ ترمپ د خپلې وینا په پای کې د امریکا د خپلواکۍ تاریخ ته په اشارې وویل، یوازې د اصولو درلودل بسنه نه کوي؛ هېوادونه باید د خپلو اصولو د دفاع لپاره «اراده، زړورتیا او ځواک» هم ولري. هغه د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د هغو کسانو پر وړاندې متحد شي چې ده «د بشریت دښمنان» وبلل. ترمپ وویل: «که د خپلو خلکو پر وړاندې له مسئولیتونو شاته نه شو او زړور اقدامات وکړو، کولای شو نړۍ ډېره خوندي او غوره کړو.»

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په اړه د امریکا غږ ځانګړې خپرونه دلته کتلای شی: