ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په مهال د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره لیدلي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په لومړۍ ورځ د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او مقاماتو سره ملاقاتونه کړي دي.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (سپتمبر ۲۲) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې له وینا وروسته، یو شمېر مهمې لیدنې درلودې. نوموړي د جاپان له صدراعظمي سانای تاکاچي سره وکتل. ټرمپ میرمن تاکاچي وستایله او ویې ویل چې هغه به یوه له غوره لومړیو وزیرانو څخه وي.

تاکاچې هم په خپلو خبرو کې د امریکا جاپان اتحاد پیاوړی وباله او ددغه اتحاد په اړه یې د ټرمپ د کلک ملاتړ څخه مننه وکړه.

ولسمشر ټرمپ همدارنګه په یوه جلا مجلس کې د ډنمارک او ګرینلنډ له لومړیو وزیرانو سره د ګرینلنډ امنیتي کنټرول هوکړه لاسلیک کړه. ټرمپ د یاد سند تر لاسلیک کیدو مخکې وویل چې دې شیبې ډیر وخت ونیو او له دې وروسته به ټول اړخونه د پام وړ اړیکې ولري. ټرمپ وویل چې دا سند د امریکا، اروپا او ګریلنډ په ګټه دی.

ولسمشر ټرمپ همدارنګه د بریتانیا د صدراعظم سره هم وکتل. نوموړي له اندي برنم سره په لیدنه کې د ګڼو نورو موضوعاتو تر څنګ د انرژۍ او مهاجرت په مسايلو بحثونه کړي دي.

ښاغلي ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلنسکي سره هم وکتل او تر لیدنې وروسته یې خبریالانو ته وویل چې دواړه دی او زینلسکي ډیرې ښې اړیکي لري. ولسمشر د روسیې جګړې ته په اشارې وویل چې دواړه به د حل یوه لار پیدا کړي او دا به ترسره شي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر همدارنګه په نیویارک کې د خلیج د همکاریو د شورا د غړو هیوادونو له مشرانو سره هم وکتل. هغه وویل چې له خپلو متحدینو سره به یوځای د خوندي او هوسا منځني ختیځ لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې ته وینا هم وکړه او د نورو مسائیلو ترڅنګ په ایران باندې هم وغږېده. هغه وویل چې ایران د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي او باید د توافق او دوامداره مقابلې ترمنځ یو غوره کړي.