د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلورېډا په ایالت کې د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره ولیدل او د روسیې او اوکراین د شخړې د ختمولو په ګډون یې په یو لړ مهمو موضوعاتو ورسره خبرې وکړې.
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ (نومبر۲۵) ناوخته د امریکا د فلورېډا په ایالت کې د پام بیچ په سیمه کې د مارا لاګو په ودانۍ کې د ناټو له مشر مارک روټه سره ولیدل.
ولسمشر ټرمپ همدغلته د شکرانې (Thanksgiving)د ورځې رختصي تېروي.
د روسیې او اوکراین جګړه، په ایران باندې د متحدو ایالتونو پوځي اقدام، د ناټو د غړو د دفاعي لګښتونه او په ناټو او متحدو ایالتونو کې په پوځي صنعت کې د پانګونې زیاتول د دغه ملاقات عمده ټکي وو.
سپینې ماڼۍ د دغو مشرانو د ملاقات ګډه اعلامیه خپره کړې او دا غونډه یې فوق العاده او اغیزناکه بللې ده.
اعلامیه وايي چې په غونډې کې د روسیې او اوکراین جګړه او د ایران شخړه د غونډې مهم مسائیل وو.
دواړو مشرانو په عمدي او غیر عمدي توګه د جګړې د سختولو لپاره د روسیې د هر ډول اقدام د نه کولو په اهمیت ټېنګار وکړ او د اوکراین او روسیې ترمنځ د شخړې د ختمولو لپاره یو تړون ته د رسېدو په ارزښت یې خبرې کړي دي.
تازه د اوکراین ځواکونو ویلي دي چې د روسیې د باشکورتستان په سیمې کې یې د روسیې د تیلو زېرمه په نښه کړې ده. وايي دا برید یې تېره شپه کړی دی. مسکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. البته دواړه لوري په یو بل باندې د بې پیلوټه الوتکو، توغندیو او میزایلو بریدونه کوي.