د ولسمشر ټرمپ نوي فرمانونه د زېږون پر بنسټ د امریکا د تابعیت ترلاسه کول محدودوي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (اګست شپږمه) د زیږون پر بنسټ د امریکا د تابعیت د ترلاسه کولو او د «زیږوني سیاحت» په اړه دوه اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل.

د متحدو ایالتونو د اساسي قانون له مخې، هر هغه ماشوم د امریکا تابعیت ترلاسه کوي چې د امریکا په خاوره کې ددغه هېواد د قضايي واک لاندې زیږېدلی وي. خو ولسشمر ټرمپ نیوکه وکړه چې له دغه قانون څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي.

ولسمشر ټرمپ وویل: «خلک اوس د زیږون پر بنسټ د تابعیت اخیستلو سوداګرۍ جوړوي. شتمن خلک د همدې تابعیت اخیستلو کاروبار کوي. دا سیستم ددې لپاره ندی جوړ شوی. دا د شرم خبره ده. هغوی په پیسو ځان ته د ننوتلو لاره جوړوي.»

سپینې ماڼۍ ویلي چې نوي فرمانونه پر موجودو اجرائیوي صلاحیتونو او د کډوالۍ پر قوانینو تکیه کوي او موخه یې دا ده چې په ځینو مواردو کې د زېږون له لارې د تابعیت د ترلاسه کولو شرایط محدود کړي او د هغو کسانو مخه ونیسي چې امریکا ته د ماشوم د زېږولو او خپل ماشوم ته د تابعیت د ترلاسه کولو په موخه سفر کوي.

د سپینې ماڼۍ جګپوړي سلاکار سټیفن میلر وویل چې لومړی فرمان د هغو کسانو تعریف پراخوي چې حکومت یې د زېږون له لارې د تابعیت مستحق نه ګڼي، چې پکې «د متحدو ایالتونو بهرني دښمنان، د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو غړي، او د هغو کسانو لویې ډلې شاملې دي چې د بهرنیو حکومتونو لپاره لابي کوي او د هغوی په استازیتوب فعالیت کوي.»

ولسمشر ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې په پیل کې له سترې محکمې څخه د زیږون په اساس د امریکا د تابعیت اخیستلو د قانون د بدلون غوښتنه کړې وه خو دغې محکمې د جون په میاشت کې د هغه دا غوښتنه رد کړه.

د متحدو ایالتونو هغه فدرالي مقررات چې په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال نافذ شوي، دا منع کوي چې نوي زیږیدلي ماشوم ته د امریکا د تابعیت اخیستلو لپاره د لنډمهاله سیاحتي او سوداګریزو ویزو څخه استفاده وشي.

ددغو مقرراتو له مخې، هغه کسان چې د زیږوني سیاحت په پروګرامونو کې برخه اخلي، کېدای شي تر عدلي تعقیب لاندې راشي.

که څه هم د هغو بهرنیانو د شمېر په اړه رسمي احصایې نشته چې امریکا ته یوازې د دې هدف لپاره راځي چې دلته ماشوم وزېږوي او خپلو ماشومانو ته امریکایي تابعیت ترلاسه کړي، خو د کډوالۍ د مطالعاتو مرکز په ۲۰۲۰ کال کې د یوې څېړنې پر بنسټ اټکل کړی و چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ له ۲۰ زرو څخه تر ۲۵ زرو پورې میندې امریکا ته د زیږوني سیاحت په هدف راغلې وې.