د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په تړاو خپله تګلاره په ډاګه کړې چې د هغه په وینا پکې د اوسني اقتصادي فشار ساتل او د دغو اقداماتو پراخول او همدارنګه د اړینو پوځي اقداماتو ترسره کول شامل دي.
ټرمپ دا پالیسي داسې مهال په ډاګه کړه چې د هرمز تنګي د بیا پرانېستل کېدو په اړه خبرې اوږدې شوې دي.
ولسمشر د ایران په تړاو د واشنګټن د تګلارې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "هغه څه وکړئ چې موږ یې اوس کوو، یوازې په خوند سره پرمخ ځئ او وګورئ چې دوی [ایران] څومره بد حالت لري ځکه چې د دوی انفلاسیون ۳۰۰ ٪ دی. د دوی پېسې تقریبا هېڅ ارزښت نه لري. دوی خپلو سرتېرو ته معاشونه نه ورکوي. د دوی سرتېري تښتي."
ټرمپ وویل دویمه لاره به دا وي چې پر رژیم پوځي فشارونه زیات شي او پر"هغوی ښه سخت ګوزار وکړو."
د هغه په وینا، درئېمه لاره د اقتصادي فشارونو زیاتول وو څو "یوازې په اقتصادي توګه هغوی ته ماتې ورکړل" شي.
د یو جلا خبر له مخې، ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی خلاص او د امریکايي پوځیانو په کنټرول کې دی. ده همدارنګه وویل چې د ایران د بندرونو او د تېلو د زېرمو سمندري محاصره په "بې عیبه" توګه روانه ده.
هغه په سپینې ماڼۍ کې د یوه اجرائیوي فرمان د لاسلیکولو پر مهال خبریالانو ته وویل چې "دا یو فولادي دیوال دی او موږ پر تنګي سل په سلو کې کنټرول لرو."
کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې د خپلې تېرې اونۍ د څرګندونو په اړه چې ویلي وو روانې خبرې اترې د ایران لپاره "وروستۍ چانس" دی، څه وضاحت ورکولی شي، وویل: "تاسې به پوه شئ، تاسې به پوه شئ."
ایران د نورو غوښتنو ترڅنګ، د امریکا د سمندري محاصرې د ختمولو او د ایران د ورڅېرمه سیمو څخه د امریکایي پوځیانو د ایستلو غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګي د مدیریت په اړه له عمان سره مذاکرات روان دي.