د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ د شکرانې د ورځې په مناسبت په سپینه ماڼۍ کې د جوړو شویو مراسمو په ترځ کې د فریدم او فدرز په نامه دوه فیلمرغان وبښل.
ددغو دوو فیلمرغانو له ډلې فریدم د سه شنبې په ورځ (نومبر ۲۴) په هغو مراسمو کې چې ولسمشر ټرمپ هم وو د کمرو مخ ته راوستل شو او آزاد شو.
د امریکا د متحدو ایالتونو هر ولسمشر د ۱۹۴۷ کال راهیسې د فیلمرغانو د ملي بنسټ له خوا د شکرانې د ورځې په خاطر یو فیلمرغ ترلاسه کړی خو د بښنې رسمې مراسم د ۱۹۸۹ کال څخه ترسره کیږي.
فریدم او فدرز هر یوه د څلورو میاشتو دي او کابو ۱۹ کیلوګرامه وزن لري چې د لودیځه ورجینیا کې روزل شوي دي. د فدرز خوندورې زیړې منې خوښیږي په داسې حال کې چط فریدم بیا ډاکټر پپر په نامه یو ډول څښاک خوښیږي.
له دې مراسمو وروسته به دواړه فیلمرغان د تګزاس په A&M پوهنتون کې د کرنې د برخې د محصلینو له خوا وساتل شي.
د شکرانې دودیزه ورځ د امریکا د پخواني ولسمشر ابراهیم لنکن په دوران کې پیل شوې، خو په تیرو څو لسیزو کې رسمي دود شوې ده.
امریکایي کورنۍ د شکرانې په ورځ د فیلمرغانو غوښې خوري، ددې ورځې یو لرغونی دود او دستور د امریکا د ولسمشر له لوري د "فیلمرغ بښل" دي چې د امریکا جمهور رئیس هغه تر سره کوي او ددې مارغه له وژلو څخه تیریږي او دغه فیلمرغ خوشې کوي.