د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د واشنګټن پر وخت د شپې ناوخته اعلان وکړ چې په ایران باندې د بریدونو پلان یې د یو لړ شرایطو پر اساس لغوه کړی.
تر دې وړاندې امریکایي مطبوعاتو کې ویل شوي و چې ښایي متحده ایالات د اسرائیل سره په ګډه د ایران د انرژۍ د سکتور په ګډون د هغه هیواد پر تاسیساتو باندې " یوه تر ټولو سخته بمباري" وکړي.
جمهور رئیس ټرمپ د ټروت سوشل په شبکې کې لیکلي چې متحده ایالات د ایران پر ضد د پوځي ډار، قوت او ځواک یوې داسې کچې لپاره چمتو او لاس په ماشه و چې د دویم نړیوال جنګ راپدیخوا یې ساری ندی لیدل شوی.
خو ښاغلي ټرمپ لیکلي چې ایران او په منځني ختیځ کې یو شمیر هیوادونو چې په اعلامیې کې یې نومونه ندی یاد شوي، ترې غوښتي چې بریدونه وځنډوي ځکه چې د ټرمپ په قول د یوې هوکړې په چوکاټ موافقه شویده.
جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې په هوکړې کې باید په " بشپړه او سمدستي توګه" د هرمز تنګي پرانیستل کیدل او د ایران اتومي ګواښ پای ته رسیدل شامل وي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي چې د نړۍ " راتلونکې ګټې او همدا شان د یو نیکمرغه او بریالي ایران د پایښت" پر اساس یې په ایران باندې برید لغوه کړي خو پدې شرط چې یوه هوکړه باید ژر تر ژره وشي.
جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې پدې ژمنې کې اسرائیل هم ورسره مل دی.
ټرمپ د متحده ایالاتو د ایران تر منځ هوکړې ته په اشارې ویلي، " ټول لاس په کار شئ او دا هوکړه نهایي کړئ".
همدارنګه د رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او جګپوړو چارواکو سره په ټیلیفون کې خبرې کړي. په امریکایي مطبوعاتو کې همدرانګه ویل شوي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفون کې خبرې کړي، د بریدونو په هکله یې اندیښنه څرګنده کړې وه او همدارنګه یې د وضاحت غوښتنه کړې وه.
د ولسمشر ټرمپ تر دې پیغام مخکې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې امریکایي اتباعو ته لارښونه کړې چې له احتیاط څخه کار واخلي او د سفر لغوه کیدو، وخت ناوخته د هوایي فضا تړل کیدو او د پروازونو احتمالي ګډوډیو لپاره چمتوالی ولري.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د اکس په حساب کې یې خپره کړې یو شمیر الوتکو وار د مخه پروازونه ځنډولي او یا یې په ځینو مسیرونو پراوز کول لغوه کړي چې د پخوا څخه یې مهال ویش ټاکل شوی و.
د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي، " په سیمې کې امریکایان باید په وتلو غور وکړي او یا د شخړې ډیریدو په صورت کې وتلو ته چمتوالی ولري".