ټرمپ: ایران ناکامه کیدونکی هیواد دی ؛ مونږ یې ژر کار بشپړوی شو

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې تیره اوونۍ د هرمز له تنګي د دومره ډیرو تیلو په ایستلو کې امریکایي ځواکونو مرسته کړې وه چې د ایران له جګړې پیل کیدو وړاندې له دې تنګي نه و تیر شوي.

ښاغلي ټرمپ جمعه اکټوبر ۲۳ مه په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره خبرو کې همدارنګه وویل چې د ایران جګړه په چټکۍ سره پای ته رسیدلی شي او زیاته یې کړه چې پوښتنه دا ده آیا دا جګړه ژر پای ته ورسوي او که پریږدي یې چې سړه شي او پای ته ورسیږي.

جمهور رئیس ټرمپ ایران یو "ناکامه کیدونکی" هیواد وباله او وې ویل چې متحده ایالات د هرمز له تنګي هر څومره تیل چې وغواړي ایستلی شي.

هغه زیاته کړه، " پوښتنه دا ده چې غواړو پای ته یې ورسوو یا یې پریږدو چې سړه شي ځکه چې مونږ ټول هغه څه چې غواړو یې تر لاسه کوو یې".

جمهور رئیس ټرمپ همدارنګه وویل چې د متحده ایالاتو بحري ځواکونو د هرمز په تنګي کې غوره فعالیت کړی او زیاته یې کړه چې په اوس وخت کې دومره ډیر تیل د هرمز له تنګي تیریږي چې د جګړې پیل کیدو څخه وړاندې هم نه تیریدل.

ټرمپ وویل چې حکومت یې پدې برخې کې ښه کار کړی او هیله یې څرګنده کړه چې یوه ورځ یې به یې د دې کارونو یادونه وشي.

جمهور رئیس وویل، " زمونږ بحري ځواکونو د هغوي لپاره د هرمز تنګی بند کړی. ټول د هغې لارې تیل ایستلی شي. په حقیقت کې تیره اوونۍ مونږ دومره ډیر تیل وایستل چې د جګړې څخه وړاندې نه و وتلی".

ایران ادعا لري چې د هرمز کنټرول له دوي سره دی او خبرداری یې ورکړی چې په هغو کښتیو به بریدونه وکړي چې د دوي له اجازه پرته لدې اوبو تیریږي.

خو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې وویل چې ایران هیڅ هم نشي کولی او تر څنګ یې دا هم وویل چې که متحده ایالات وغواړي، ټول ایران او تیل یې نیولی شي.

ټرمپ وویل چې د هرمز تنګي کنټرول په بشپړه توګه د متحده ایالاتو سره دی او غواړي چې په همدې شکل یې وساتي.