ټرمپ: ایران مظاهره کوونکي چې د مظاهرې په حال کې ندي هم وژني

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ وایي چې د ایران اسلامي جمهوريت، هغه مظاهره کوونکو چې د مظاهرې په حال کې ندي په داسې کچه وژني چې تر دې مخکې ندي لیدل شوي.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (اګست ۲۵ مه) په ټروت سوشل ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي چې ایران د خپل پوځ د لویې برخې معاش نه ورکوي.

ټرمپ په دې پیغام کې زیاته کړې، " د ایران اسلامي جمهوريت چې د ماتې په حال کې دی، د خپل پوځ د لویې برخې معاشونه نه ورکوي او په ورته وخت کې معترضان وژني، حتی چې هغوی د اعتراض په حال کې ندي، په داسې کچه چې مخکې لیدل شوي ندي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې دا بشري کړکیچ ډیر پراخ دی او باید ډیر همدا اوس ودریږي.

په تازه مورد کې ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ د تروت سوشل په یوه بل پیغام کې لیکلي دي چې د متحدو ایالتونو بحري ځواکونو، د هرمز تنګي په نړیوالو اوبو کې ټول ماینونه لري کړي یا یې چولي دي.

ولسمشر لیکلي، ایران ته خبر ورکړل شوی هره کښتۍ چې د نورو ماینونو د ایښودلو هڅه وکړي ډیر ژر به له منځه یوړل شي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې د فضایي ځواک، په مرسته، د هرمز تنګي په هر انچ څار لري. ټرمپ ویلي دي چې د ماین د ایښودلو په برخې کې هیڅ زغم نشته.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ هم په خپل ټروت سوشل ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي وو چې ایران د «بشپړ سقوط» په حال کې دی.

متحدو ایالتونو د دوشنبې په ورځ اګست ۲۴ مه د ایران پر ضد د اقتصادي انزوا عملیاتو د پيل کیدو اعلان وکړ.

د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات پدې کمپاین کې په ټولې نړۍ کې د ایران د مالي اړیکو پر ضد اقتصادي مبارزه پیل کوي او زیاتوي چې ددې مبارزې هدف دا دی چې د ایران استبدادي رژیم ټول اقتصادي ملاتړي له منځه یوړل شي او تهران یوازې پاتې شي.

دا مطلب هم ولولئ

امریکا د ایران پر ضد د ' اقتصادي انزوا' عملیات پيل کړل

هغه زیاته کړه د امریکا د مالیې وزارت او نورې اړوند ادارې د اګست له ۲۴ څخه د ټولو هغو سرچینو مخه ونیسي چې د ایران "ناوړه رژیم" او د ایران سپاه پاسداران انقلاب قول اردو ته مالي مرستې او عاید برابروي.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي واشنګټن پر ایران د اقتصادي فشارونو په زیاتوالي سره هڅه کوي چې یاد هیواد د خپل اټومي پروګرام په اړه مذاکراتو ته وادار کړي. هغه زیاته کړې چې د پوځي اقدام انتخاب هم موجود دی.

د ایران د مالیې وزیر علي مدني زاده د سه شنبې په ورځ د هغه هیواد له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې له وړاندې یې د امریکا د بندیزونو اټکل کړی وو او په دې اړه دوه کلن پلان لري.

نوموړي دا تائید کړه چې جګړې د ایران اقتصاد ځپلی دی خو ددې امکان یې رد کړ چې د ایران تجارتي شریکان به د امریکا د بندیزونو د ګواښونو له امله له هغه هیواد سره اړیکې بندې کړي.