ولسمشر ټرمپ: ایران موافقه غواړي خو په داسې شرایطو نه چې ماته د منلو وړ دي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (نومبر ۲۰) وویل چې ایران له امریکا سره د شخړې په اړه د یوې موافقې غوښتنه کوي، خو واشنګټن بیا یوه رښتینې موافقه غواړي او په داسې شرایطو چې د ده لپاره د منلو وړ وي.

ټرمپ چې تازه د چین په شېنزن ښار کې د اسیا – ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (اپیک) له غونډې راستون شوی، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «هغوی غواړي موافقه وکړي، خو نه غواړي په داسې شرایطو موافقه وکړي چې زما لپاره د منلو وړ وي.»

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «موږ یوه ریښتینې موافقه غواړو، نه هغه جعلي موافقه چې دوی یې له تېرو ۵۱ کلونو راهیسې کوي.»

ټرمپ د نړیوال امنیت او د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي په اړه هم خبرې وکړې. هغه وویل دا موضوع د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د درې اړخیزې غونډې پر مهال هم په تفصیل سره مطرح شوې وه. دا د درې واړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړنۍ داسې غونډه وه.

هغه زیاته کړه: «په ځانګړې توګه مو په دې اړه پراخې خبرې وکړې چې ایران باید هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي. هغوی لېوني دي. موږ به اجازه ورنه کړو چې اټومي وسله ولري.»

ټرمپ د انرژۍ د بیو د کمېدو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د نومبر له پیل راهیسې د خامو تېلو بیې ۲۰ سلنه راټیټې شوې دي، او وړاندوینه یې وکړه چې د تیلو بیې به نورې هم راکمې شي.

د مطبوعاتي غونډې پر مهال د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د ټرمپ تر څنګ ولاړ وو.

له ټرمپ څخه د نومبر د څلورمې نېټې د ونس د هغې څرګندونې په اړه پوښتنه وشوه چې په کې یې د جمهوري غوښتونکي ګوند د منځمهاله ټاکنو ناکامۍ د ایران له جګړې سره تړلې بللې وې.

ټرمپ وویل: «ما ونه ویل چې له دې خبرې ناخوښه وم. زما په اند هغه څرګندونه ښه وه، خو که له ما څخه پوښتنه شوې وای چې ایا بیا به هم همدا کار کوئ؟، نو ځواب به مې خامخا هو و، ځکه موږ ایران ته د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه نه شو ورکولی.»

هغه زیاته کړه: «په دې کې هېڅ ستونزه نه وه. حقیقت دا دی چې دا یوه ډېره دقیقه څرګندونه وه. جګړې بیې لوړې کړې، خو د سون توکو بیې تر هغه کچې ډېرې لوړې نه شوې چې ما یې اټکل کړی و.»

ټرمپ وویل چې د تېرې اوونۍ د امریکا پوځ د هرمز تنګي له لارې د بې سارې اندازې نفتو د لېږد په ممکن کولو کې مرسته کړې ده.

بل لور ته، په هرمز تنګي کې پر بېړیو د بریدونو راپورونه هم دوام لري او وروستۍ پېښه د جمعې په ورځ ثبت شوې ده.

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ ادارې راپور ورکړی چې د تېلو لېږدوونکې یوه بېړۍ د هرمز تنګي څخه د وتلو پر مهال په توغندي ویشتل شوې ده. دا پېښه د عمان د خصب ښار اته سمندري میله شمال ته رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، په بېړۍ کې اور لګېدلی و، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.